جن + سي) غريزه په بشر کې يوه تر ټولو قوي غريزه ده، زمونږ په ټولنه کې، د نجونو او هلکانو د (جن + سي) بلوغ له پيل او د واده کولو تر منځ ۱۰ کاله وخت تېريږي، ياشايد دغه موده له دې هم زياته شي.
دا چې دغه وخت په کوم ډول او څنګه شرايطو کې تېرېږي په بېلابېلو خلکو کې بېلابېل توپير لري. ځينې وخت په يوه انسان کې (جن + سي) غرېزه له خپل کنټرول بهر کيږي او دې ته يې اړ کوي، چې په خود ارضايي (ځان خلاصولو) باندې لاس پورې کړي او په ځينو خلکو کې شايد دغه غرېزه دومره سخته ونه اوسي.
خود ارضايي د يوازې توب ناروغي بلل شوې ده. دغه مطلب روښانوي، چې يوازې توب يواځنی لامل دی چې انسان ځان ارضاي (ځان خلاصولو یا موټک وهلو) باندې اخته کوي. يوازې توب يعنې له نورو سره د ځان د اړيکو او پيوندونو ماتول.
د اوږدې مودې لپاره ددې عمل تکرارول انسان ته لوی زيان رسوي او په ځينې وخت کې شايد بيخي جبران نشي، خو دا چې دغه عمل زيات په نوې ځوانۍ او د خوانۍ وخت کې کيږي، له دغه عمل څخه راولاړې شوې جسمي او اروايي ستونزې ددې عمل له پريښودلو سره سم له منځه ځي.
په بېلابېلو دينونو په ځانګړې توګه (اسلام) کې دغه عمل منع شوی دی او د ډيرو ډاکترانو له نظره ددې عمل ترسره کول انسان ته اروايي او جسمي ناروغۍ پيدا کوي.
خود ارضايي په نجونو کې زيات عوارض رامنځ ته کوي او په ورځنيو چارو باندې يې اثر کوي، د هر اعتياد په څير، روح، جسم او اروا زيانمنوي، په يوه (جن + سي) اړيکه کې مهم او عاطفي اړخونه نه شي پيدا کولای او د عاطفي، خپګان او اضطراب ناروغيو باندې اخته کيږي.
ددې کس پر نفس باندې باور کميږي او له واده وروسته په (جن + سي) اړيکو کې نه تحريک کيږي او د ارګاسم (شهوت ) د نه لرلو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ کيږي،
ځکه چې د خود ارضايي (ځان خلاصول) سره تړل شوی وي تر هغې چې په يوه خاص وضعيت کې ځان تحريک کړي او د خپل ژوند ملګري خواته چې نږدې شي پخوانيو سوچونو ته ځي او ګومان کوي، چې يوازې په هغه پخوانيو (مجردۍ/يوازيتوب) وختونو کې ارګاسم (شهوت/شوق) ته رسيدلی شي.
د موټک وهلو یا خود ارضايي د پریښودلو ۳۰ ګټورې لارې:
۱- کوښښ بايد وشي چې د خوب په وخت کې ګېډه له معمول زياته ډکه نه وي.
۲- د تنګو جامو له اغوستلو بايد ډډه وشي.
۳- د پارونکو تصويرونو، فلمونو او منظرو له ليدو بايد ځان وساتل شي.
۴- د (جن + سي) مطالبو او بحثونو له اوريدلو او لوستلو او حتی د پارونکو ټوکو ټکالو څخه بايد ډډه وشي.
۵- د تحريک کونکو خوارکي توکو، لکه کجوري، پياز، مرچ ، هګيو، سرې غوښې او غوړو خوراکي موادو څخه د اړتيا په اندازه ډډه وشي.
۶- له خوب وړاندې بايد مثانه تشه شي. (تشې متیازې کول)
۷- (جن + سي) اندامو ته بايد زيات لاس ورنه وړل شي.
۸- هېڅکله بايد پړ مخی ویده نشئ. ( معنا هیڅکله داسې مه ویده کیږئ، چې ستاسې تناسلي آله له توشک یا ځمکې سره په تماس کې وي.)
۹- خپل بېکاره وخت بايد برنامه ولرئ او هغه وخت په ورزش، عبادت، مطالعه او نورو کړنو ډک کړئ.
۱۰- هر کله چې د (جن + سي) افکارو تر بريد لاندې راغلی بايد يوازې توب پريږئ او ځان په بل کار مصروف کړئ. په دې وخت کې له دوستانو سره خبرې اترې وکړئ او په ټولنيزو پرګرامونو کې ګډون وکړئ. ځان ته ډاډ ورکول دا مرسته کوي، چې خپله اداره غښتلې کړئ او ځان ته ووايئ، چې (موټک) پرېږدم.
۱۱- په هغه وخت کې چې د موټک وهلو لپاره تحرک پيداشي، خپل فکر په بل لوري بدل کړئ.
۱۲- له بې ځايه فکرونو څخه ځان وساتئ او ځان په ګټورو کړنو لکه مطالعه، ورزش او نورو بوخت وساتئ.
۱۳- يوازيتوب، د موټک وهلو لومړنی لامل دی، نو يوازې مه کينئ.
۱۴- هر کله مو چې بې لارې فکر ذهن ته لاره پيداکړه، نو له ځان سره ووايئ، چې الله ج مې ويني.
۱۵- هر هغه کار چې تاسو ته د موټک وهلو انګېزه درکوي هغه ژر پرېږدئ.
۱۶- له هغو کسانو سره ناسته پاسته پريږدئ، چې تاسو په مستقيم او غير مستقيم ډول موټک ته رابولي.
۱۷- د شهوت پارونکو مسايلو په اړه له خبرو کولو ډډه وکړئ.
۱۸- په هر ځای کې له يوازيتوب څخه ځان وساتئ.
۱۹- د خپل بدن (جن + سي) غړو ته له کتلو ډډه وکړئ.
۲۰- له نورو سره له بدني اړيکو ډډه وکړئ، ولو که د ټوکو ټکالو په پار هم وي.
۲۱- په اونۍ کې د دوو ورځو لپاره روژه نيول د (جن + سي) شهوت د ځپلو لپاره ګټوره لاره ده، که چېرې په روژه نيولو باندې ونه توانيدلی خوراکي رژيم مو کم کړئ او د شپې له خوا ډيره ډوډۍ مه خورئ. کوښښ وکړئ، چې د ویده کېدوه په وخت کې مو ګېډه خالي وي.
۲۲- د شپې له خوا مخکې له خوب څخه مطالعه وکړئ او له پوره جامو سره اوده شئ او له خوب کولو وروسته بستره ژر پريږدئ.
۲۳- د شپې يوازې مه ویده کيږئ او يا په داسې ځای کې ویده شئ، چې ددې عمل د ترسره کولو موقع نه وي.
۲۴- تل دا په ياد لرئ، چې تصميم لرئ دغه عمل پرېږدی.
۲۵- له تصميم نيولو وروسته يو ځل هم ددې عمل پر لوري لاړ نشئ، ځکه دغه عمل ستاسو اراده کمزورې کوي.
۲۶- وروسته له دې عمل څخه پښېمانتيا په ياد ولرئ.
۲۷- دغه احتمال په ياد ولرئ، چې شايد نور ژوندی پاتې نشي نو بغير له توبې باسلو به الله ته حاضريږې.
۲۸- ددې عمل زيانونه په ياد ولرئ.
۲۹- د يوې شېبې د خوند ترلاسه کولو لپاره د الله ج له رحمته ځان محروم کوئ.
د ټولو ناروغيو تر منځ په درملنه او کم والي کې دری مهم ټکي موجود دي:
له ځانه د ناهيلۍ اونا اميدۍ لرې کول او پر درملنې باور لرل.
د درملنې او عادت پرېښودلو لپاره وخت ته اړتیا شته، هیڅ بد عادت ژر او یا هم په یو دم له منځه نه ځي.
د هرې ناروغۍ په درملنه يا د هر عادت په پرېښودلو کې، مهمه برخه قوي هوډ او اراده ده.
ددې عمل د پرېښودلو لپاره جدي تصميم ونيسئ. (که چېرې مو مخکې د موټک پرېښودلو تصميم نيولی ومګر بريالي شوي نه وای، نو ستاسو اراده کمزوې وه. په داسې حال کې بايد ځان ته ډاډ ورکړئ، چې قوي اراده لرئ.
ددې کار لپاره مو په ژوند کې شوي برياليتوبونه په ذهن کې تکرار کړئ او ځان ته ووايئ، چې زه ډېر با اراده يم او د هر کار لپاره چې تصميم ونيسم هغه کار ترسره کوم).
د ارادې د قوي کولو لپاره هڅه کول په دې برخه کې مهم رول لري. دا مه انګېرئ، چې اراده مو درڅخه اخيستل شوې، بلکې کمزورې شوې او اراده هيڅکله له منځه نه ځي. داچې تر اوسه پورې اراده شته ددې نښه داده، چې کس د نورو په وړاندې او هېڅ ډول شرايطو کې دغه عمل نه ترسره کوي.
فرانسوی ارواپوه ( ويکتور پوشه) وايي: په موټک مبتلا کسان، هره ورځ په وخت- وخت له ځان سره ووايي( زه په ښه ډول کولای شم دغه عمل پريږدم، هو زه يې کولای شم)
خاص د الله ج د رضا په خاطر یې شیر کړئ
#ن