طب

د لیمو ۱۸ مهمي ګټي، او په ورځنيو چارو کې د هغه استعمال

BackgroundEraser 20220908 112948850
Avatar photo
Written by Zwak News

لیمو په خپل ځان کې ډیري ګټي لري، او حتی د ډیرو ګټو له وجي ورته د پوره دواخانې لقب ورکړل شوی، ځیني ګټی يې په لاند توګه درسره شریکوم.
۱- لیمو د هر رنګه وایرسونو سره تضاد لري، ځکه نو د ذکام، پزه بهیدنه، سترګي بهیدنه، او دې ته ورته ټولو امراضو څخه انسان ساتي، لیمو د ویټامین

سي خزانه بلل کیږي، او ویټامن سي عموما داسي مرضونو تر ټولو غوره علاج بلل کیږي، د ذکام په حالت کې که لیمو د ګرمو اوبو او چایو سره وخوړل شي، ډیر ګټور تمامیږي.
۲- لیمو بولي جاري کوي، او همداسي د پښتورګو مرضونو لپاره ګټور ثابتیږي، د پښتورګي ډبره او خاوره له منځه وړي، او ټول هغه جراثیم وژني، چې د بولو په مجرا کې ژوند کوي البته که په نارمل اندازه وخوړل شې.


۳- د بندونو د دردونو مخه نیسي، او روماتیزم په علاج کې ښه رول لوبوي، او همداسي اعصابو ته ارام ورکوي.
۴- که وڅښل شي، او یا په جلد باندي ولګول شي، د جلدي حساسیت لپاره ګټور تمامیږي.
۵- د مالاریا، کولرا، او ټای پایډ څخه د ژغورني لپاره کارول کیږي.
۶- د ویټامین سي او روټین (Rutin) په نامه د مادې د موجودیت له کبله د رګونو دیوالونه تقویه کوي.
۷- د ښځو لپاره په رحم کې دننه د ویني بهیدنه کمه وي.
۸- د صحت په ساتنه کې ګټور تمامیږي، او همداسي

د جسم قوت مدافعه تقویه کوي.
۹- د مخدره موادو د نشې څخه د علاج لپاره کارول کیږي.
۱۰ – که هر سهار یوه ګیلاس اوبو ته یوه قطره لیمو واچول شي، د ویني د ساتني او په صفايي کی مهم رول لوبوي، او معده د زهریاتو څخه پاکه وي.
۱۱- په جسم کې طبیعي توازن ساتي.
۱۲- د سټریک په نامه تیزاب (Citric acid) په لیمو کې وجود لري، کوم چي په پښتورګو کې د کلشیم پاته شوني او ډبرې جوړیدني مخه نیسي.
۱۳- د سرطاني او خبیثو موادو د نمو مخه نیسي، او نه پریږدي چې هغه په چټکۍ سره وده وکړي، ځکه چې په لیمو کې ګلیکوسایډس فلاون (glycosides flavone) وجود لري.
۱۴- د معدې چینجي له منځه وړي.
۱۵- د ویني فشار تنظیموي،نو تر ټولو اسانه او چټک علاج یې مریض ته د لیمو جوس ورکول دي.
۱۶- وینه نرۍ کوي او کولسټرول کنټرولوي.


۱۷ – د سترګو د ډیرو مشکلاتو لپاره مفید مواد لري، ځکه چې په لیمو کې هسپیریډن (Hesperidin) په نامه ماده موجوده ده، کومه چې د سترګو د ډیرو مشکلاتو د مخنیوي لپاره کارول کیږي، او دسترګو دید صفا کوي.
۱۸- او څوک چې په شوګر مرض مبتلا وي، دهغه په وینه کې د شوګر د توازن سبب ګرځي.
په ورځنیو چارو کې د لیمو استعمال او ګټي:
۱- لیمو که په بدن باندي د زیتون د تیلو سره ولګول شي، نو دا ډیر زیات ګټور تمامیږي، او خصوصا په جلد کې چې کومي خلایاوي مړې شوي وي، د هغوی په را ژوندي کیدو کي مهم رول لري، او همداسي جلد ډیر ملایم او تر وتازه کوي، او همداسي د تورو داغونو څخه د علاج لپاره کار امد ثابتیږي.

۲- د ویښتانو د ښه علاج لپاره لیمو ډیر مهمه دوا ده، د لیمو جوس د ویښتانو غوړزګي ختموي، او د هغه غدي چې غوړي را باسي، تنظیموي، په شامپوګانو کې مهم جز همدا لیمو وي، خو باید هغه شامپو اختیار کړل شي، چې د رشتیا لیمو په کښي اضافه شوی وي.
که د لیمو پوستکي جوش کړل شي او بیا ویښتانو د مینځلو وروسته په هغو اوبو غوړ شې، نو دا به ویښتانو ته ډیره ځلا ورکړي، او ویښتان به د ریچو او سپږو څخه وساتي.
۳ د غسل وروسته د خولو د بوی ورکولو لپاره هم کارول کیدای شي، او جسم د ښه بوی لپاره مهم رول لوبوي.
۴- د غاښونو د ژیړوالي د خاتمې لپاره هم ښه کار کوي، چې د غاښونو د کریم سره وکارول شي، او یا په یو ټکره باندي لیمو واچول شي، او غاښونو باندي وموښل شي.
۵- د نوکانو د تقویت او ښایست لپاره هم ښه ثابتیږي، چي د زیتون د تیلو تر څنګ په لیمو باندي نوکان غوړ شي.
۶-دپوستکې دسپیره والې او چاودیدو لپاره چې لیمواوګلسرین سره اضافه شې نو ډیره فایده لري.

Leave a Comment