جالب او حیرانوونکي

د ليوه ( شرموښ ) په هکله جالب معلومات !

ca graywolf 070621getty
Avatar photo
Written by Zwak News

ليوه ښځینه طبقه چه کله د ژوند ملګری پيدا کړي ټول ژوند ورسره ملګرې وي . بل ليوه سره هيڅ قسم تعلق نه ساتي او همدادراز نر ليوه هم د بلي ښځي سره جنسي تعلقات او اړيکي نه ساتي . له دې امله چه اولاد ئي سره ونه پاشل سي او تر منځ يې بې اتفاقي رانسي نو ليوه پر خپل اولاد باندې تر انسان هم زيات حارث دی .

🔴 ليوه خپل مور او پلار يواځي هیڅکله نه پريږدي کله چه يي مور او پلار زاړه سي او د ښکار کولو څخه عاجزه سي نو بيا دوي د هغوی د نفقي ذمه وارې پرغاړه اخلي ځوان ليوه ښکار کوي اوبيا يې خپل غارته راوړي ترڅو زاړه مور او پلار او کوچني بچیانو سره يوځای يې وخوري ، او ويل کيږې چې ليوه یواځنی حيوان دی چه دشیطانانو او پيرانانو دوژلو توان لري ، ځکه عربان ليوه ته د بادشاهانو نسل وايي.

🔴 لیوه هيڅکله دمړه يامردارسوي حيوان غوښه نه خوري. د حيواناتو دباچا خويونه پکښې دي . ليوه دخپلو قريبانو لکه مور ، خور ، او نورو سره هیڅ وخت جن سي تعلق نه ساتي ، داسي نه دي لکه خنزير چې په ناموس خوا نه بدوي . ليوه او ښځه ئي هروخت خپل اولادونه پيژني نور حيوانات داسي ندي . کله چه په دغه جوړه کي يو مړسي هغه بل تردرې میاشتو پوري، اوکله تريوه کاله، او کله ټول عمر بل واده نکوي .

🔴 ليوه په نيک زوی سره شهرت لري کله چه يي مور او پلار زاړه سي نو بيا يې ټول کار دوی کوي او د هغوی
ټول مسئوليتونه پر غاړه اخلي . ليوه بعض داسي لوړ خويونه لري چې به ډيرو انسانو کي نسته ‌، لکه شجاعت ، دملګرو سره وفاداري ، د ښځي سره وفا ، پاک لمنې ، او دنورو ښځوسره نه تعلق ، مردارشيانو څخه ځان ساتل ، د ځان عزت ، او مور او پلار سره نيکي کول .

Leave a Comment