تعلیم

د ليمو برسیره د هغې پوستکی هم بلها ګټې لري

BackgroundEraser 20220730 202421282
Avatar photo
Written by Zwak News

د ليمو برسیره د هغې پوستکی هم بلها ګټې لري 👇

ډېری خلک د انسان د بدن او ښکلا له پاره د ليمو له روغتيايي ګټو ناخبره دي، خو څومره خلک د ليمو د پوستکي له اهميته خبر دي او نه غواړي هسې يې وغورځوي؟

د ليمو پوستکي کې د ليمو له اوبو لس واره ډېر وټامن سي شته او پر دې سربېره په ستره کچه وټامن ای هم لري چې روغتيا ته ګټه رسوي.

لاندې د «بولډسکای» روغتيايي وېبپاڼې له لوري د ليمو د پوټکي څو هيښوونکې ګټې وړاندې شوي، چې طبيعي طبي معجزه بلل کېږي.

۱- د سرطاني حجرو مخنيوی:
د ليمو پوټکی د فلاونويډ او سالويسټرول مادو پر لرلو د سرطاني حجرو مخه نيسي، نو د ليمو پوټکی ډېر خوړل د سينې، پوستکي او ګڼو نورو ډولونو سرطان مخه نيسي.

۲- د وينې غوړ کموي:
د پوليپينول مرکب په درلودو د ليمو پوټکی بدن کې د ضررناک کوليسټرول مخه نيسي او د زړه او رګونو روغتيا خوندي ساتي.

۳- هډوکي روغ ساتي:
د ليمو پوټکی د هډوکو روغتيا خوندي ساتي، ځکه چې په لوړه کچه وټامن سي او کلشيم په کې موجود دي.

۴- د زړه د ناروغيو مخنيوی:
د ليمو پوټکي کې پوټاشيم هم شته چې د وينې فشار په طبيعي توګه برابر ساتي او دا د زړه د او رګونو ناروغيو په له منځه وړو کې ستر رول لري.

۵- د خولې روغتيا ساتي:
معلومه خبره ده، چې د وټامن سي کمښت د خولې او غاښونو د ستونزو سبب ګرځي، ځکه نو د ليمو پوستکی د وريو د شړېدو او التهاب مخه نيسي.

۶- د مخ ښکلا ساتي:
د وټامن سي تر څنګ د سېټريک اسيد په لرلو د ليمو پوټکی د وينې په پاکولو او د پوستکي حجرو ته د ورپېښو خنډونو په مخنيوي کې مهم دي، چې دې سره انسان روغ شکل لرلی شي. پر دې سربېره د ليمو پوټکی د اکسايډ کېدو ضد داسې توکي لري، چې د پوستکي زهر له منځه وړي.

۷- د وزن کمول:
د ليمو پوټکی د اضافي وزن يا وازګو په له منځه وړو کې هم ګټور دی، چې پکټين ماده لري او دا ماده د وزن کمولو کې ګټوره ده.

Leave a Comment