روغتیا

د لوږي په وخت کي یا په خالي معده هیڅکله دغه (۵) کارونه مه کوئ!

gastric1
Avatar photo
Written by Zwak News

د لوږي په وخت کي یا په خالي معده هیڅکله دغه (۵) کارونه مه کوئ!

د خوړو په هکله بايد تل د پام څخه کار واخيستل شي ځکه زموږ په روغتيا په مستقيم ډول اغېز کوي، ځینې کارونه دي چې مخکي له ډوډۍ خوړلو په خالي معده بايد ترسره نشي، په دې ليکنه کي موږ په خالي معده د نه ترسره کېدونکو کارونو په هکله خبرې کوو.

۱. هڅه وکړئ په خالي معده ځیني درمل ونه خورئ بدون له هغه درملو چې ډاکټر درته سپارښتنه کړې وي نور هېڅ ډول درمل په خالي معده مه خورئ، په ځانګړي ډول اسپرين او پراستامول په خالي معده مه خورئ، نه یوازي دا چي په خالي معده ددې ډول خوړو خوړل ددې درملو تاثير او اغېز کموي بلکي د ډېرو لويو روغتيايي ستونزو سبب هم کېدئ شي.

۲. په خالي معده باندې د کافي/قهوې څښل هم د روغتیا لپاره ښه نه دی، په دې باندي پوهېږو چې د کافي/قهوې څښل د ډېرو خلکو لپاره یو عادت جوړ شوئ دئ خو په هر صورت کي بايد وخت او زمان ته وګورو، په خالي معده د کافي/قهوې څښل ددې سبب کېږي چې ځیني مضر اسید او تېزاب رامنځته شي چې دا بيا د معدې د روغتیا د ټول هاضمي سيسټم د روغتیا لپاره ګواښ جوړوي.

۳. ژاولي ژوول کېدئ شي ستاسي ډېر خوښ وي، خو په خالي معده یې باید د ژوولو څخه ډډه وکړئ، تاسي پوهېږئ چي د ژاولو ژولو په وخت کې ستاسې معده د خوراک لپاره تيارئ نيسي چي یو څه راروان دي او تېزاب توليدوي، خو کله چي معدې ته څه ورنشي او ستاسي معده تېزاب تولید کړي دا بيا ستاسي د معدې داخلي سطحه او دېوال تخريبوي.

۴. په خالي معده ویده کېدل هم سالم او روغ کار نه دئ، که تاسي هڅه وکړئ چې په خالي معده ویده شئ نو ډېر په سختۍ به خوب درشي، نه یوازي په سختۍ به ویده شئ بلکې خوب به مو هم ډېر سطحي وي او خوب به مو پوره نشي، په اصل کي په ډیره ډکه معده هم ویده کېدل ښه نه دي په خالي معده هم، ترټولو ښه خبره داده چي د ويده کېدو څخه کم تر کمه دوه ساعته مخکي یو څه وخورئ.

۵. که غواړئ چې له جيب څخه مو کمي پيسې ولاړي شي نو په خالي معده هېڅکله مارکېټ او بازار ته مه ځئ، ځکه ستاسي سترګي وږي وي او دومره ډېر شيان اخلي چې اړتيا نه ورته لرئ، مخکي له دې چي مارکېټ ته ولاړ شئ نو په کور کې يو معمولي شئ یا خوراک نوش جان کړئ ترڅو په مارکېټ کې مو عقل معده پخپل لاس كي وانه خلي .

Leave a Comment