نړیوال خبرونه

د لومړي ځل لپاره د افغانستان ا.ا، د روسیې څخه خپله مهمه غوښتنه اعلان کړه، پر امریکا یي اغیز

FB IMG 1644576619441 2
Avatar photo
Written by Zwak News

د لومړي ځل لپاره د افغانستان ا.ا، د روسیې څخه خپله مهمه غوښتنه اعلان کړه، پر امریکا یي اغیز
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، طا لبا ن نه غواړي چې په مسکو کې د افغانستان سفیر بدل کړي، خو غواړي سفارت ته ډیپلوماتان ولېږي.

ضمیر کابلوف ویلي چې دوی روسیې ته د افغان ډیپلوماټانو راتګ تاییدوي خو په وینا يي چې پاتې نور یې افغانانو او لوړ پوړو افغان چارواکو پورې اړه لري ځکه دا د افغانستان داخلي مسله ده.

دا لومړی ځل دی چې طا لبا نو له یوه هېواده غوښتي چې ددوی لخوا ورپیژندل شوي دیپلوماتان ومني، ځکه تر اوسه هېڅ هېواد د ا.ا.ا په رسمیت نه دی پېژندلی.

تر دې مخکې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي و، چې دوی دا احتمال نه ردوي، چې افغانستان دې په دغه هېواد کې د خپل ډیپلوماتیک ماموریت د لا پیاوړتیا لپاره ډیپلوماتان واستوي.

په همدې حال کې د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي چې مسکو به د طا لبا نو دغه غوښتنه ومني ځکه چې دغه هېواد د اوکراین پر سر له امریکا سره په سخته ج/ګ/ړه کې دی.

د ا.ا.ا په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

Leave a Comment