د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن له غربي هېوادونو غوښتي چې د ا.ا له حکومت سره اړیکي لا زیاتې کړي،
د سرچینې په وینا د داسې نه کولو په صورت کې به افغانستان له یوې ژورې ګډوډۍ سره مخ شي. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د نړیوالې ټولنې په ګډون د نړۍ مشرانو د طا…ل/بانو د واکمنۍ په رسمیت پېژندنه رد کړې او ټول شموله حکومت یې د ورته غور پر لور یو ګام بللی دی.
شیخ عبدالرحمن چې د قطر د لومړي وزیر د مرستیال په توګه نومول شوی، فایننشل ټایمز ته یې دا څرګندونې وکړې او د اقتصادي زوال او د “افراطیت” د زیاتوالي خبرداری یې ورکړ. “موږ به شاید د افراطیت زیاتوالی وګورو.
د فایننشل ټایمز په حواله د قطر د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې موږ به د اقتصادي بحران په لیدلو پیل وکړو، کوم چې لا دمخه پیل شوی دی، او دا به خلک نور افراطیت او شخړې ته واړوي. “دا هغه څه دي چې موږ یې د مخنیوي هڅه کوو.
د ا.ا حکومت د قطري ډیپلوماټ د وروستیو څرګندونو په هرکلي سره د خلکو له اساسي حقونو او متقابلو ګټو ګټه پورته کړه او د نړۍ له مشرانو یې وغوښتل چې په افغانستان کې د دوی مشرتابه ته رسمي رسميت ورکړي.
د ا.ا د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني وویل:«موږ له بهرنیو هېوادونو غواړو چې د ټولو په ګټه عملي ګامونه پورته کړي او د افغانستان د حکومت او خلکو اساسي حق ته درناوی وکړي.»