غاښونه په خوله کې د دروازې مثال لري که دروازه خرابه وي غل په آسانی سره کور ته داخلیږي . غاښونه د یوه قیمتي غمي مثال لري که چېرته ده غمی مات او یا هم خپل رنګ د لاسه ورکړي نو په شخصیت بده اغیزه کوي . پاکه خوله او پاک غاښونه د ښه صحت ضمانت کوي .
2 – په ښایسته غاښونو باندې شخصیت لوړیږي . غاښونه داسې یو قیمتي څیز دی چې ساتنه یې د یوې خزانې په شان په کار ده . ته د غاښونو ساتنه کوه غاښونه ستا ساتنه کوي . د ګنډیري په ژولو سره مو غاښونه کلکیږي .
3 – د لویانو لپاره د برش اِستعمال ښه دی خو مسواک د برش څخه ډیر ښه دی ځکه چې دغه یو سنت عمل دی او د اوریو ورزش هم ورسره کېږي . د یخو څیزونو څخه وروسته سمدستي ګرم څیز مه استعمالوه او د ګرم څیز وروسته یخ مه استعمالوه ځکه چې دغه عمل غاښو ته زیان رسوي .
4 – د حمل پر وخت یوه مور باید خپلو غاښو ته زیاته توجه وکړي . د غاښونو تر منځ فاصله کې له لرګي وخلو ډډه وکړئ د غاښونو تار څخه استفاده وکړئ . د سګریټ ، نصوارو د استعمال څخه ډډه وکړئ ځکه چې غاښو ته زیان رسوي .
5 – ماشومانو ته چوشک مه ورکوئ ، د غاښو په منځ کې فاصله پیدا کوي . د غاښونو برش مو له ماشونو او خاورو لرې وساتی . د غاښونو د کتنې لپاره په کال کې دوه ځلې هتمن ډاکټر ته مراجعه وکړئ . د مڼې ګازرې او ناک خوړولو سره غاښونه پاکیږي . په خپلو خوراکو کې د سبزۍ استعمال غاښونو ته فایده رسوي . د زیاتې غوښې د خوړلو سره مو غاښونه متاثره کیږي .