د پاکستان مخکيني لومړي وزير او د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان د پاکستان له محکمې د نه نيول کېدو لپاره د ضمانت غوښتنه کړې ده.
خان دغه غوښتنه داسې مهال کوي، چې د راپورونو له مخې د اسلام اباد پولیسو د عمران خان خلاف د تره’ګرۍ ضد قانون د موادو له مخې دوسيه پرانيستې ده.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناءالله د يکشنبې په ورځ وويل، چې د پاکستان د تحريک انصاف ګوند د مشر وروستۍ وينا د پوځ او نورو بنسټونو په نښه کولو د دوام څرګندونه کوي.
تېره ورځ د علي جاويد په نامه يوه قاضي د عمران خان په ضد مارګلې کې عريضه وکړه. علي جاويد په خپله عريضه کې ويلي، چې عمران خپلو پلويانو ته د يوې وينا پرمهال پوليس او قضايي چارواکي ګواښلي دي.
په ورته وخت کې د تحريک انصاف ګوند يوه مشر فواد چوهدري له خپلو پلويانو غوښتي چې د عمران خان د اوسېدو ځای ته ورشي، ځکه د نوموړي د نيول کېدو وېره موجوده ده.
د مارګلې پوليسو د عمران کور ته ټولې تللې لارې تړلي او چاته د ورتګ اجازه نه ورکوي. پوليسو له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، د عمران د خان د نيولو امر ورته نه دی شوی، خو که امر وشي، نو سملاسي به يې ونيسي.
له بل پلوه بيا د عمران خان پلويانو ګواښ کړی، که خان ونيول شي، نو موږ به هغه څه وکړو، څه چې سريلانکايانو وکړل.
د چارو شنونکی عادل نجيم وايي، چې عمران خان د خپلې واکمنۍ د وخت په پرتله هم غښتلی برېښي. د نوموړي ګوښه کېدل د هغه لپاره احتمالاً غوره پېښه وه.
د چارو شنونکي وايي، سره له دې چې عمران د خپل بېرته راتګ لپاره سياسي مبارزه کوي، خو دی او پلويان يې د ګوندي بريا د کمولو په موخه له يو پراخ فشار سره مخ دي.
کله چې عمران په ۲۰۱۸ کال کې په ټاکنو کې بريا خپله کړه، ډېری مخالفينو يې نوموړی له پوځ سره پر پټې معاملې تورن کړ، خو ده او پوځ بيا دغه تورونه رد کړل.