د پاکستان د پخواني وزیراعظم عمران خان پخوانۍ میرمنې ریحام خان په دریم ځل د واده کولو اشاره ورکړې ده اؤ وایي که چرې دریم واده یې وکړو نو خاوند به یې له حیرانۍ ډک زېری یا سرپرائز ومومي
.د لویې اختر په موقعه دپاکستان په یو شخصي ټي وي چینل د وتلي پاکستاني هنرمند نعمان اعجاز پروګرام کې دخبرو په مهال ریحام خان ویلي دهغې یوې خپلوانې نجومۍ یا پالۍ دهغې دلاس کرښې کتلي اؤ ورته یې ویلي دي چې لاس کې یې د دریم واده کرښه شته.
وي او ای ډیوه د ایمیل اؤ واټس اپ دلارې د ریحام خان نه پوښتنه کړې ده چې ایا هغې په ریښتیا هم دریم واده ته اراده کړې ده؟ اؤ که چرې واده ته یې اراده شته نو دا واده به زر کیږي که وخت به نیسي ؟ خو په واټس اپ ریحام خان ته د پیغام رسیدو باوجود تر دې رپورټ چمتو کیدو هغې دغې پوښتنې ته څه ځواب نه دی ویلی.
د ټي وي په دغه پروګرام کې ریحام خان دسیاست ترڅنګ پخپل شخصي ژوند هم په خلاص مټ خبرې کړې دي اؤ د واده په هکله پوښتنې ته یې دخندا په ډکه خوله ځواب ویلی دی.
هغې په دغه لړ کې دخپل کور دننه دشوؤ خبرو یادونه کړې ده اؤ وایي دهغې یو خوریي واده ته غاړه نه اېښوده نو بیا یې ورور(دهلک ماما) خوریي ته ګواښ وکړو چې که ته واده نه کوي نو ترور (ریحام خان) به دې دریم واده وکړي اؤ وایي دغسې یې دهغې خوریی واده ته راضي کړو.
تر وړومبي واده وروسته ریحام خان په جنورۍ کال 2015 کې دپاکستان تحریک انصاف ګوند دمشر عمران خان سره دویم واده کړی ؤ چې دغه واده یې هم یوازې لس میاشتې دوام کړی ؤ اؤ په اکتوبر کال 2015 کې یې دعمران خان سره هم دښځې اؤ خاوند رشته په طلاق پائ ته رسیدلې وه.
ریحام خان چې په خټه پښتنه ده تعلق یې دخیبر پښتونخوا دهزارې سیمې سره دی اؤ یوه اوږده موده یې دبرتانوي خبري شبکې بي بي سي تر څنګ پاکستاني رسنیو کې هم دنطاقې یا اینکرې په توګه دنده ترسره کړې ده.