جالب او حیرانوونکي

د عامیر خان څخه یوه خبریال پوښتنه وکړه چي ته حج ته ولاړې او کعبه دي ولیدل نو تا څه احساس وکړ ، عامیرخان ورته وویل

20220809 112120
Avatar photo
Written by Zwak News

عامیر خان څخه یوه خبریال پوښتنه وکړه چي ته حج ته ولاړې او کعبه دي ولیدل نو تا څه احساس وکړ ، عامیرخان ورته وویل چي ما دا فکر کوی چي مکه معظمه به څنګه ځای وي ، څنګه خلګ به ورته راځي نو ددې

معلومولو لپاره زه حج ته ولاړم او ترڅنګ مي خپله مور هم بوتله هلته مي ولیدل چي د بیلابیلو وطنونو خلګ راغلي وه ، بیلابیل نژادونه ، بیلابیلي ژبي وې نو زه پوه سوم چي دا هغه ځای دی چي هر څوک یی د لیدلو ارمان لري لکه څنګه چي ما درلودی ، دا هغه ځای دی چي خلګ پکښي د راحت او خوښۍ احساس کوي او اوس چي ما مکه معظمه ولیدل نو زه ډیر خوشحاله یم ❤

عامیر خان یواځینی اداکار چي ښه مسلمان او یواځي د الله عبادت کوونکی دی ، هیڅکله یی هم د خپلو مینوالو د خوشحالی لپاره دا نه دي ویلي چي زه بت هم منم لکه سلمان خان او شاروخان

چي وایی ، عامیر خان په #PK فلم کي د بتانو او نورو معبودانو بې عزتي کړې وه بغیر د الله ﷻ څخه او په فلم کي یی د اسلام زیات عزت کړۍ وو نو په همدې خاطر زیات هندوان او کفار ورسره ضد دي او دده د راتلونکۍ لال_سینګ_چډا فلم د کتلو څخه یی انکار وکړ .

Leave a Comment