یو هلک په یوې دیندارې نجلۍ ميين و، څه موده پس نجلۍ بل چا سره واده وکړ، هلک د غمونو په سمندر کې ډوب شو، د ژوند شيبي ډيرې ترخې شوې ، بالاخره په ډير همت نجلۍ ته یې يو ليک واستوو، ګرانې! ډيره هڅه مي وکړه ، چې واده درسره وکړم ، خو د قسمت کرښو ناکام کړم، په خپل ژوند پورې تنګ شوی يم نور نه غواړم، چې له تا پرته ژوندی پاتې شم، خو يوه هيله مې ومنه ، صرف يو ځل د ملاقات چانس راکړه، ټينګار نه کوم، هره پريکړه مو ماته د منلو وړده ،
نجلۍ ډيره دينداره او هوښياره وه، هغې ورته وويل: عمر فاروق رضی الله عنه پسې پوره څلويښت ورځې په جماعت سره لمونځ وکړه، بيا، چې هرځای ستاسو خوښ وي هلته به ليده
کاته وکړو.
هلک خبره تایدکړه او نجلۍ دکور مخه خوشې کړه، پوره څلويښت ورځې وروسته نجلۍ هلک ته ليک واستوو: که مو زما وړانديز ترسره کړى وي؟ بيا د ملاقات لپاره چمتو یم، څلويښتو ورځو پابندو لمونځونو په هلک سخته اغيزه کړيوه.
نجلۍ ته یې په ځواب کې وليکل: زما په زړه کې ستا مينه وه، خو اوس مې په زړه کې د الله حقیقي محبت ځای نيولی، زما او ستا لارې جلا دي، نجلۍ دا پيښه ټکي په ټکي خپل خاوندته واوروله، خاوند یې عمرفاروق رض عنه ته کټ مټ ورسوله، هغه رضي الله عنه وويل: الله ج رښتيا ويلي: له شک پرته لمونځ انسانان د بدکاریو منع کوي.
نو اې وروره له دې وروسته لمونځ قایم کړه، که خدای ته منظوره وه، ته به هم د الله(ج) له مینې برخمن شې .