د شکر ناروغان «امرود» هرو مرو وخورئ!امرود هغه مېوه ده چې له ښکلي خوند سربېره د ويټامنونو او معدني موادو بډایه سرچینه هم بلل کېږي، چې د یو شمېر ناروغیو په مخنیوي کې مرسته کوي، د شکر ناروغان امرود د خوږوالي له کبله نه خوري.
د وینې لوړ فشار کمولو او یا کنترول ساتلو لپاره امرود غوره میوه ده، دا د وینې فشار نه لوړوي، خو پوهان زیاتوي چې د شکر ناروغ لپاره امرود ښه میوه ده، ځکه په دې سره په وینه کې د شکر کچه نه لوړیږي، شکر یوه داسې دوام داره ناروغي ده چې په کې وخت تر وخته د وینې شکر له ټاکلې اندازې څخه لوړیږي
امرود د روغتیا له نګاه نه هم ډیر شمیر ګټې لري، د وینې لوړ فشار کنترولولو سربېره یې یو هاضمه راوستل هم دي، که وکتل شي نو یوازې هماضمه انسان له ډیرو ناروغیو څخه ژغوري.
فائبر: په عام ډول د شکر ناروغ د قبض ناروغۍ سره مخ وي، او امرود د قبض په له منځه وړلو کې خورا اغیزناکه میوه ده، په امردو کې شته فایبر د شکر کچې لوړولو مخه نیسي.ویټامن سي لایکوپن او د اکسایډ ضد: په امرود کې ویټامن سي لایکوپين او د اکسایډ ضد مادې په پراخه کچه موندل کیږي، په دې کې د نورو میوو په پرتله ډیر کم شکر موندل کیږي.
کالوریز: امرود د ډیرو کمو کالوریزو لرلو میوه ده، د ۱۰۰ ګرامه امرود څخه یوازې ۵۲ کالوریزې حاصلیږي، چې د شکر لپاره ګواښونکي نه دي، او د شکر ناروغ لپاره یې خوړل ښه ثابتیږي.ددې ترڅنګ امرود کې یو شمېر نور ویټامنونه شتون لري چې بدن روغ ساتي، زړه ناروغي، هاضمي سیستم، وینې کمښت او د قبض ښه کولو لپاره هم ګټور دي.
د امرودو پاڼې هم بې ګټې نه دي؛ د یادې مېوې ونې ایشول شوې پاڼې کولی شي له مثانې څخه بډوډو ته غځېدلې لاره له هر ډول باکتریاو څخه پاک کړي.