روغتیا

د شنو مرچکو حیرانوونکې ګټې، چې له خطرناکو ناروغیو مو ژغوري

BackgroundEraser 20221006 083151180
Avatar photo
Written by Zwak News

په ورځ کی یوه دانه تریخ مرچک د زړه د ناروغیو په مخنیوي ، د شکري کنټرول او جن+سي قوت لپاره بې ساري گټور دي .

په ورځ کې یو تریخ مرچک خوړل د نارينه خلکو لويه ستونزه حل کوي، ترخه مرچک څومره چې بايد وخوړل شي نه خوړل کېږي، حال دا چې دومره حياتي ګټې لري چې په نورو خوړو کې یې په دې کچه موندل ګران کار دی.
په ترخو مرچکو کې بېتا کروتین او ویټامین سي په لوړ مقدار شتون لري چې د زړه د حملې خطر راکموي


او ورسره د سرطان پر ضد مبارزه کوي، ترخه مرچ په وينه کې کولېسټرول کچه کنټرول کوی چې په پايله کې د زړه حملې مخه نيسي ورسره د وینې جریان چټکوي او د فلج په مخنیوي کې هم رول لوبوي. د معدې د ستونزو په حل کې هم ترخه مرچک ګټور ثابت شوي دي، څېړنې ښيي چې ترخه مرچک د‌ معدې د زخم د زياتېدو مخنیوی کوي.

ترخه مرچ ددې ټولو ګټو ترڅنګ د انسان ګډ ژوند هم رنګين کوي،
ترسره شوې څېړنې ښيي چې په ورځ کې يو دانه تریخ مرچک خوړل په نارينه کې د ګډې چارې ځواک زیاتوي، ترخه مرچک په عین حال کې د روماتيزوم او بندونو د دردونو په کمولو کې هم ګټور ثابت شوي دي،
او وروستئ ګټه به یې هم دا بيان کړو چې ترخه مرچک د وينې د شکر د کنټرول په برخه کې هم مهم رول لري.

Leave a Comment