طب

د سږو سرطان هغه ٧ ابتدائي علايم چې بايد ورته جدې توجه وشي‬

1346650
Avatar photo
Written by Zwak News

یوې څیړنې په اساس، نږدې ٤٠ سلنه د هغه ناروغانو د سږو سرطان تشخيص کیږي کله چې سرطان د درېیم پړاو په وروستیو مرحلو کې واقع يا رامنځ ته شوی وي، په دې مانا چې دا یې لوی پرمختګ کړی دی. دا د دې لپاره دی چې د سږو سرطان کومي خاصي نښې نښانې نه لري، نو همدا لامل دی، چې په لومړیو مرحلو کې د تشخیص وړ نه دی.
‪له نیکه مرغه چې اوو نښې نښانې دي چې مخکې له دې چې ډیر ناوخته وي د سږو سرطان په لومړيو مرحلو کې څرګندېږي او له درملنې سره مرسته کوي.



۱- پر له پسې ټوخی
تاسو ټوخی ته پام وکړئ، که ټوخی مو له یو یا دوو اونیو وروسته هم موجود وي، په دې مانا ده چې تاسو د تنفسي انتان یا سړو ( يخ) له امله یو منظم ټوخی پيدا كري دي.
که څه هم، تاسو له دوه اونیو وروسته هم په هماغسې ټوخی باندې اخته وي نو دا ممکن د سږو سرطان ته اشاره وي. که چیرې تاسو ټوخی د بلغم سره وي نو دا اړینه ده چې خپل ډاکټر ته مراجعه وکړئ او ستاسو د سږو او سیني اړونده معاينه يعني اكسري يا سي تي سكن وکړئ.


د یادونېو وړ ده که ستاسو په ټوخي کې نور بدلونونه شتون ولري، لکه د غوړ غږ، ټوخی يا له وینی سره مل ټوخی، نو تاسو باید ډیر وخت ضایع نکړئ او خپل ډاکټر ته ژر تر ژره لاړ شئ.

۲- په سختۍ سره ساه اخیستل
په مشكل سره تنفس كول ( ساه اخیستل) د سږو سرطان نښه ده او دا د دوو ممکنه شيانو له كبله رامنځ ته کیږي:
لومړی دا چي كيداي شي چي يو ډول مايع د تومور په پایله کې ستاسو سینې په سیسټم کې جمع شوې وي. دویمه برخه د هوایی مسير کمیدل يا بنديدل دي.


له همدې کبله، که چیرې د ځینو ورځنیو کړنو له امله تاسو د ساه لنډیز احساس کړئ، کوم چې تاسو د پخوا په څیر احساس کړی نه وي، لکه د بار وړل او راوړل، په زينو كي پاس تگ او یا نورو فعالیتونو کې، نو دا په کلکه سپارښتنه کیږي چې د خپل ډاکټر لیدنه وکړئ.
۳- په سينه، ملا او اوږو کې درد
که څه هم د بدن په پورته ذکر شوي برخو کې درد اکثرا د سږو سرطان سره تړاو نه لري، دا کیدای شي په لنفاوي نوډونو سیسټم، سږو، سينې یا بډوډو کې پرمختگ يا میتاستاسیس رامنځته کړي.


كه چيرې تاسو صحتمند، قوی، ثابت هم وي بايد چې ډاکټرد ته د چک لپاره ورشئ.
۴- صوت ياغږ /ستړیا
‎ که چیرې تاسو د تنفس په وخت كي د غير نارمل غږ احساس وكړئ نو تاسو ژر تر ژره ډاكتر ته مراجعه وکړئ. په هرصورت، تاسو باید تشويش و نه كړئ ځکه چې دا ټول غږونه د بېلا بېلو عواملو په ترح كې رامنځ او د درملني وړ دي، که دغه ترينگلي غږ اوږد شي نو بیا باید تاسو خپل ډاکټر ته ورشئ.
۵- د وزن کمیدل
‎کله چې يو څوک د سزو په سرطان اخته شي، نو ممکن د ناڅاپه وزن کمښت تجربه کړي. دا د سرطاني حجرو له کبله د بدن انرژي کاروي چې له خواړو څخه ترلاسه شوي وي.
۶-په هډوکي کې درد
‎ که تاسو د ورځې یا شپې په هر وخت کې د هډوکي سخت درد ولرئ، نو تاسو باید د دې جدي علامې ته پام وکړئ او د ډاکټر سره مشوره وکړئ
۷- دوامداره سر درد
‎ که تاسو په مسلسل ډول د سر درد احساس کوئ نو تاسو ممکن د سزو سرطان له له کبله دماغ ته خپور شوی وي. په هرصورت، د سر درد پیښې به تل سرطان نه وي او هم د سزو سرطان
دماغ ته نه خپريزي.


څنګه کولای شو په لومړیو مرحلو کې د سږو سرطان تشخیص کړو؟
څرنګه چې ایکسرې وخت په وخت کې د سږو سرطان کشف يا تشخيص نشي کولی، د سيتي سکن کول د ناڅاپه ناروغۍ د موندلو په وخت کې د وخت سره مرسته کوي او د سږو د سرطان سره سم د مړینې احتمال کم کړي. د هر څه د تشخیص لپاره تاسو باید ډاکټر ته مراجعه وكړئ. هرڅوک چې د 55 څخه تر 80 کلنۍ پورې عمر لري او هغه کسان چې په تیرو 15 کلونو کې فعال سګرټ سكولي وي باید ژر تر ژره ازموینې ترسره کړي تر څو د سزو سرطان مخه ونیسي.

Leave a Comment