سوشل میډیا کارکوونکي؛ زیلينسکې یو زړور شخص ،خو پخوانۍ ولسمشر غني تېښته، او له وطن سره لویه جفاء وکړه.
د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي او پخواني افغان ولسمشر محمد اشرف غني نومونه له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې خپرېږي، چې یو یې د زړورتیا او وفادارۍ سمبول بلل کېږي او بل یې د نااعلان شوي تېښتې او بزدلۍ له امله غندل کېږي.
ولادیمیر زلنسکي د امریکا د وتلو وړاندیز رد کړی او د پنجشنبې له ورځې راهیسې د روسیې له ځواکونو سره په جګړه بوخت دی.
ایما ګراهام هاریسن، یو لویدیځ ژورنالیست چې د ګارډین لپاره لیکي، د زیلینسکي او اشرف غني وضعیت په داسې حال کې پرتله کړی چې د دوی پلازمینې محاصره شوي.
د یادولو وړ ده، چې نن د اول په ورځ ځینو نړیوالو رسنیو راپور ورکړی دی، چې روسي ځواکونه په بشپړ ډول د اوکراین پلازمینې کېف ته رسیدلي دي او ددوی تر حاکمیت لاندې دی،
خو بل طرف د اوکراین ولسمشر یاد تورونه بار بار ردوي او زیاتوي چې ګني هغه تراوسه کېف کې دی او د مقاومت ډلې سرمشري کوي او په وینا یي د یو ولسمشر په توګه د وطن د دفاع په خاطر لومړۍ کرښه کې قرار لري.
له بلې خوا یو شمېر کسانو د اوکراین په پوځي یونیفورم کې د پخواني افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه د مرستیال امرالله صالح عکسونه خپاره کړي چې په کې یې لیکلي چې دوی له روسیې سره د مقابلې لپاره له اوکرایني ځواکونو سره یوځای شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې روسیې د پنجشنبې په ورځ د اوکراین د مشرتابه او ادارې د نسکورولو په موخه پر اوکراین پوځي برید وکړ.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي اعلان وکړ چې هغه به په پلازمینه کې پاتې شي سره له دې چې پوهیږي هغه او د هغه د کورنۍ غړي اصلي هدفونه دي.