وټبایا راجاپاکسا څو ورځې مخکې ژمنه وکړه چې د چهار شنبې په ورځ به استعفا ورکوي او په سوله ایزه توګه به د واک لیږد ته زمینه مساعدوي.
نوموړي وروسته له هغه دا پریکړه وکړه چې په لس ګونه زره مظاهره کوونکو په کولمبو کې د هغه پر رسمي استوګځای برید وکړ خو نوموړی له برید مخکې وتلی وو.
د ولسمشر په توګه نوموړی له نیول کیدو څخه مصون دی او داسې ویل کیږي چې هغه غوښتل له استعفا مخکې بهر ته ولاړ شي څو د احتمالي نیول کیدو څخه یې مخنیوی ونشي.
یو شمیر سرچینو د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې ولسمشر، د هغه میرمن او یو ساتونکی د هغو څلورو کسانو په ډله کې وو چې د یوې انټونوف ۳۲ ډله نظامي الوتکې په مرسته د سریلانکا له اصلي هوایي ډګر ولاړل.
د مالدیف د هوایي ډګر یو چارواکی وایي چې د سري لانکا ولسمشر یاد هیواد ته تر رسیدو وروسته، د پولیسو تر نظارت لاندې یو نامعلوم ځای ته انتقال شو.
د سري لانکا ددغه ۷۳ کلن ولسمشر پرواز چې یو وخت د “ټرمیناټور” په نامه مشهور وو د کولمبو د هوایي ډګر د کارکوونکو جنجال له امله د ۲۴ ساعتونو لپاره وځنډید.
نوموړي لومړی غوښتل چې په یو تجارتي پرواز کې دبۍ ته ولاړ شي خو د هوایي ډګر کارکوونکو د مهمو میلمنو (VIP) د لارې پر ځای ټینګار کاوه چې ټول مسافر باید د عادي لارې الوتکې ته داخل شي.