تعلیم

د سختې ورځې دوست: عربستان په يوه ورځ د افغانانو لپاره دوه ښه خبرونه اعلان کړل

سعودي عربستان په یوه ورځ د افغانانو لپاره دوه ښه خبرونه اعلان کړل، نن په یوه خبر کې ددې هېواد حکومت د افغانستان سره دېرش

میلیونه ډالره بشري مرسته اعلان کړه او دوهم ښه خبر هم ددې هېواد حکومت په رسمي ډول اعلان کړ. په سعودي کې مېشتو افغان کارګرو ته د پاسپورټونو د ويش دويم پړاو پيليږي. په ریاض کې د افغانستان سفیر احمد جاوید مجددي ويلي چې افغان کارګرو ته د پاسپورټونو د ويش لومړی پړاو په بشپړيدو دی او ډير ژر به یې دويم پړاو هم پيل شي. د يادونې وړ ده چې په سعودي کې په زرګونو افغانان د پاکستاني پاسپورټونو په لرلو سره په خوارۍ غريبۍ بوخت دي چې په وروستيو کې ورته د افغاني پاسپورټونو د ورکړې په موخه د نقل معلومات په نوم پروګرام پيل شوی دی. رياض کې د افغانستان سفارت ويلي چې تر دې مهاله يې د زرګونو افغان کارکوونکو

د نقل معلومات پروسه بشپړه کړې ده. دا پروسه په ۲۰۱۶ کال کې سعودي عربستان ته د مخکني ولسمشر محمداشرف غني تر سفر وروسته پيل شوه. د وخت چارواکو ويلي وو چې سعودي په يوه استثنايي پرېکړه کې ورسره منلې چې افغان کارګران به د افغاني هويت په توګه ومني او په افغاني پاسپورټونو به د کار ويزې او اقامې ورکړي.

Leave a Comment