روغتیا

د سا بندۍ ناروغۍ پیژندنه او درملنه!

20221027 183203
Avatar photo
Written by Zwak News

د سا بندي یا Asthma ناروغي یوه سخت ناروغي ده، چې پیژندل یې هم ستونزمن دي، دغه ناروغي په ژمې کې زیاتیږي او ډیر وخت د انسان د مرګ لامل هم ګرځي دغه ناروغي په هر وخت کې پر انسان راتللی شي، مګر ډاکټران وايي، چې دغه مرض دوه ډوله دی.



اول: Atopic asthma چې لامل یې حساسیت او الرجي بلل کیږی.
دوهم: Not atopic asthma چې ډیر وخت په کوچنیوالي کې پر ماشومانو راځي، چې ډیر وخت یې لامل د یو شمیر خوراکونو او دارو درملو د حساسیت لامل هم کیدی شي ددې ناروغۍ عامې نښې دا دي، چې د ساه کښلو پر مهال د مریض سا بنديږي او له مرۍ یې یو ډول اوز راوځي دغه ناروغي له کوچنیوالي تر ډیر عمره د انسان سا بندی کې پاتې وي چې دایمې سا بندي یې بللی شو او دې سره د ناروغ په سږو کې میکروب پیدا کیږي .
د ساه بندی نښې نښانې!


د ساه کښلو پر مهال نفس تنګي او ټوخی هم زیاتیږي او دغه تکلیف د شپې پر مهال ډیر زیات وي او دمریض خوب ورسره خرابیږي.
طبي کارپوهان وايي، چې له دی ناروغۍ د ځان ساتنې لپاره یو شمیر لارې چارې سنجول شوی، تر څو د انسان سږې له ډیر
خراب تیاو وژغورل شي او د ساه بندي ناروغۍ مخه ونیول شي د ساه بندی د بیړنۍ درملنې لپاره ډاکټران انهیلر (Inhaler) او نیبو لایزر (Nebulizer) څخه کار اخلي او دغه دوا د انسان سږو ته راسیږي او انسان ته په ساه اخیستو کې اساني پیدا کوي طبي کارپوهان وايي، چې انهیلر داسې یوه دوا ده، چې ولسي خلک یې د چلم په نوم یادوي، ځکه چې استعمال یې چلم ته ورته دی او ډیره اغیزمنه درملنه ده مګر ډیر خلک


یې په کارولو نه پوهیږي او له همدې امله د انهیلر له ګټې بې برخې کیږې.
ناروغان باید له خپل ډاکټر څخه د انهیلر د کارولو طریقه زده کړي او ددې ترڅنګ مریض باید د ډاکټر له مشورې سره سم د بلغم د ویستلو او حساسیت دوا هم استعمال کړي.
د ساه بندۍ ناروغان باید په خوراکونو کې هم احتیاط وکړي او له کوره بهر باید ماسک استعمال کړي.
د ساه بندۍ ناروغ باید له ډیره خوړو او ترخو خوراکونو او یخو اوبو څخه پرهیز وکړي.


ددې ترڅنګ ناروغ بایدی عطرونه سپرې او د بدن پوډرو له کارولو څخه ځانونه وژغوري.
ډاکټران وايي د ساه بندۍ ناروغان د وارخطایی پر ځای باید له احتیاطه کار واخلي.
نمجنه هوا، خوشبوګانې سیګریټ او نور دودونه د ساه بندۍ ستر لاملونه.
ستاسو دروغتیااوسلامتیاپه هیله

Leave a Comment