روغتیا

د زړه د حملې د راتلو نښې او علایم

BackgroundEraser 20220921 084108209 1
Avatar photo
Written by Zwak News

که چېرته تاسو او ستاسو نږدې دوستانو ته د زړه ستونزه پیدا شي، آیا تاسو به پرې پوه شئ؟ د زړه ټولې اروغۍ له ځانه څرګندې نښې نه لري، یانې د زړه ټولې ناروغۍ د انسان پر څېره نه راڅرګندېږي. د زړه ځينې ناروغۍ تل د فلمونو په څېر وي، یو دم د یو کس زړه درد وکړي او بیا پر ځمکه راوغورځېږي. د زړه د حملې ځينې نښې اصلا په د سینې په قفس کې معلومېږي هم نه.

د زړه د حملې نښې
په سینه کې د زړه تنګېدل: دا نښه په زړه باندې د حملې د راتللو عام ډول دی. ډېری خلکو باندې چې د زړه حمله راځي نو زړه یې په سینه کې تنګېږي. که چېرته مو د زړه ولونه بند شوي وي یا د زړه د حملې سره مخ شوي یاست، نو خامخا به مو زړه په سینه کې بند شوی وي او خلق به مو تریخ شوی وي.


د سر تاوېدو او د بدن تودوخه: ډېری موارد د دې لامل کېدای شي چې ستاسو تعادل خراب کړي او یا د یوې لنډې مودې لپاره د ضعف او بې هوښۍ احساس وکړئ. کېدای شي بدن ته مو ډېرې اوبه او خواړه نه وي رسېدلي او یا کېدای شي ډېر ژر د خوب له ځایه جګ شوي یاست، چې له امله یې تاسو بې هوښه شوي یئ، خو که چېرته مو په ناڅاپي ډول تعادل له لاسه ورکړ او په سینه کې مو زړه خورا تنګ شو یا هم د ساه اخیستلو ستونزه درته پیدا شوه، بې له ځنډه روغتون ته ولاړ شئ او د زړه د ناروغیو په کوم متخصص باندې ځان معاینه کړئ.


د ستوني او ژامو درد: د ستنوي او ژامو درد په یوازې توګه د زړه د حملې نښه نه ده. دا دواړه نښې په لوړ اټکل سره د عضلاتو، زکام او د سینې د ناروغیو له امله پېښېږي، خو که چېرته د سینې په منځ کې د درد احساس کوئ، چې د ستوني او ژامو خواته مو دغه درد زیاتېږي، کېدای شي د زړه د حملې نښه وي، نو په دې وخت کې کوښښ وکړئ، چې امبولانس سره اړیکه ونیسئ او ژر تر ژره روغتون ته ولاړ شئ.خاص د الله ج د رضا په خاطر یې شیر کړئ

Leave a Comment