زعفران زموږ په هېواد ښه حاصلات ورکوي، د هرات زعفران د نړۍ اول نمبر زعفرانو کې راغلل، زياتې روغتيايي ګټې لري او ځينې کسان د درملو په سترګه ورته ګوري.
زعفران ۳۰۰۰ کاله لروغنتيا لري له پخوانيو زمانو را پدې خوا په پخلي او سنتي طبابت کې کارول کيږي، د دې لپاره چې باکيفيته زعفران تر لاسه کړئ، له ميده شوو (پوډر) زعفرانو تېر شئ، هغه زعفران چې په طبيعي ډول ټول شوي وي د سرو تارو په شان او تېز رنګ ولري ښه زعفران بلل کيږي. روغتيايي ګټې يې په لاندې ډول دي.
۱ ـ زغم زياتوي او آرام مو ساتي: زعفران د هغو هورمونونو په ترشح کې ونډه لري چې د خوشالۍ لامل کيږي.
۲ ـ د مغز فعاليت ښه کوي: د زعفرانو مصرف د مغز او عصابو د ښه فعاليت لامل کيږي، لامل يې دادی چې په زعفرانو کې په زياته اندازه B او B6 ویټامین موجود دي چې د عصبي سېسټم لپاره ګټور دي، دغه راز د عصبي کمزوريو څخه هم مخنيوي کوي.
۳ ـ د وينې د ښه جريان سبب کيږي: که غواړئ چې د بدن مېتابولېزم مو نارمل وي د زعفرانو مصرف ښه ټاکنه بلل کيږي، زعفران د وينې جريان نارمل کوي، د ګوردو، مثانې او جيګر د روغتيا لپاره ګټور ثابت شوي.
۴ ـ د هضمي سېسټم لپاره ګټور دي، کوم ترکيبات چې زعفران لري، د هضمي اختلال ضد خاصيت لري او د خوړو له هضم سره مرسته کوي.
۵ ـ طبي څېرنې په ډاګه کوي چې زعفران د هډوکو د پياوړتيا لپاره هم ګټور دي، په زعفرانو کې موجود کلسيم او معدني مواد د هډوکو د روغتيا لپاره ښه انتخاب دی.
۶ ـ د حافظې د پياوړتيا لپاره هم خاصه ګټه لري، د حافظې د يادولو ظرفيت زياتوي او مغز له ستونزو ژوغوري.
۷ ـ د سترګو نظر زياتوي، زعفران د سترګو په قرينه کې د وينې جريان ښه کوي او د سترګو له روغتيا سره فوق العاده مرسته کوي.۸ ـ د زړه د روغتيا لپاره ګټور دي، په زعفرانو کې موجود انټي اوکسيدونه د زړه شريان او وريد او نور رګونه له بندښت ژغوري، زړه له ناروغيو ساتي او له قلبي سکتې مخنيوی کوي.
۹ ـ زعفران د وينې لوړ فشار کنټرول ساتي، زعفران په زياته اندازه پوتاشيم لري، هغه کسان چې د وينې لوړ فشار لري ورته په کار ده چې د زعفرانو چای مصرف کړي.۱۰ ـ د خوب کيفيت لوړ ساتي، تر خوب مخکې د زعفرانو چای د ښه خوب لامل کيږي، د زعفرانو مګنيزيم عصاب آرام ساتي، کابو په ټولو آرام بښونکو درملو کې کاريږي.
۱۱ ـ زعفران د ګاستريک ضد خاصيت لري او دا مساله د معدې د زخم مخه نيسي، دغه راز د معدې د زياتو تيزابو د توليد مخنيوی هم کوي.