د روژې مبارکې میاشتې په رارسیدو سره په هر کور کې چمتووالی پیل شوې دي، څوک کور پاکوي، ځینې پخلنځي پاکوي، ځینې کور ته سودا ساتي او ځینې خو د سبزیجاتو د ساتلو لارو په لټه کې دي، یعنې په دې ورځو کې هرڅوک بوخت دي.
په داسې حالاتو کې موږ تر ټولو مهم شی هېروو چې هغه زموږ د معدې روغتیا او ساتنه ده. لکه څنګه چې د روژې په میاشت کې زموږ د خوراک او څښاک وخت او عادتونو بدلیږي، چې زموږ په معدې مستقیم اغیز لري
نو په دې لړ زموږ ویبپاڼه تاسې ته په ورځني ژوند کې ځینې احتیاطي لارښوونې وړاندې کوي او د روژې مبارکې میاشتې په ورځو کې د زړه سوځیدنې او تیزابیت څخه د مخنیوي لپاره درته یو ښه طریقه او ترکیب درښیي چې له یادې ستونزې به مو وژغوري.
له دې شیانو ځان وساتئ:په روژه کې د یخ او واورې په استعمال کې احتیاط وکړئ:د روژې له ماتولو سمدستي وروسته یخې اوبه یا شربت څښل د معدې د سوړوالي پر ځای د معدې د ګرمېدو لامل کېږي، نو هڅه وکړئ چې په روژه کې له یخ یا واورې او سړو مشرباتو او شربتونو څخه ډډه وکړئ
د بورې کارول بند کړئ.د روژې په میاشت کې د بورې بیه په هر حال څو چنده لوړیږي، نو که تاسې د بورې کارول بند کړئ یا یې کم کړئ نو دا به ستاسو د روغتیا او جیب دواړو لپاره ګټور وي. همدغه راز بوره په سینه کې د بلغم لامل کیږي او دا په بدن کې خراب کولیسټرول پیدا کوي نو دا به غوره وي چې بدیل یې ومومئ.
په افطار یا روژه ماتي کې د غوړیو لږ استعمال:کله چې تاسو د ټولې ورځې له لوږې وروسته غوړ یا غوړي لرونکي توکي وخورئ، نو دا مو په معدې خورا ناوړه اغیزه کوي، په معده کې د تیزابیت، درون والی او د کولیسټرول لامل کیږي، نو هڅه وکړئ چې له دې ډډه وکړئ او په افطار یا روژه ماتي کې سپک، یخ او میوه لرونکي خواړه وخورئ
د تیزابیت، د زړه سوځیدنې او د معدې د تودوخې لپاره ترکیب:یوه کاچوغه سپېغول او نیم لېمو په یو ګیلاس ګرمو اوبو کې وزبېښئ او د ماښامي یا افطار څخه یو ساعت وروسته یې وڅښئ، دا به ستاسو د هاضمې او معدې سیسټم په بشپړ ډول صحتمند وساتي.