د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خبرداری ورکړی، چې که د تېلو بیه د اروپا له خوا وټاکل شي، پر اروپايي هېوادونو به د تېلو پلور بند کړي.
پوتین د چهارشنبې په ورځ په یوه اقتصادي غونډه کې خبرداری ورکړ چې که د روسیې د تیلو په بیه کې حد ټاکل شي، اروپا ته د انرژۍ پلور به په بشپړ ډول بند شي.
د روسیې جمهور رئیس زیاته کړه، که زموږ د ګټو پر خلاف کومه پرېکړه وشي، موږ به بیا څه ونه کړو.
ښاغلي پوتین همداراز ټینګار وکړ چې روسیه به د اوکراین په جګړه کې له لاسه ورنکړي.