کاپي:
د خلکو د شخصیت پیژندنې درسونه
💠 لومړی درس: ١
۱. ستر خلک له نورو وړاندي سلام کوي.
۲. میانه خلک په سلام کولو کې تلوار نه لري.
۳. واړه خلک تمه لري نور خلک سلام ورته وکړي.
💠 دویم درس: ٢
۱. ستر خلک لومړی سوچ کوي، بیا خبرې کوي.
۲. میانه خلک لومړی خبرې کوي، بیا سوچ کوي.
۳. واړه خلک هیڅکله سوچ نه کوي.
💠 دریم درس: ٣
۱. ستر خلک د نورو خلکو بدۍ هیروي.
۲. میانه خلک دا نه مني چې کوم شی هیروي.
۳. واړه خلک د نورو خلکو نیکۍ هیروي.
💠 څلرم درس: ۴
۱. ستر خلک نیوکه منلای شي.
۲. میانه خلک له نیوکې تیښته کوي.
۳. واړه خلک د نیوکې سره دښمني کوي.
💠 پنځم درس: ۵
۱. ستر خلک خپلې تیروتنې جبرانوي.
۲. میانه خلک خپلې تیروتنې بیا تکراروي.
۳. واړه خلک له سره خپلې تیروتنې نه مني.
💠 شپږم درس: ۶
۱. ستر خلک د نورو خلکو د موقف ساتلو فکر کې دي.
۲. میانه خلک یواځي خپل موقف ساتلو فکر کې دي.
۳. واړه خلک د نورو د موقف لمنځه وړولو فکر کې دي.
💠 اووم درس: ٧
۱. ستر خلک د الله ج د رضا کولو سوچ کوي.
۲. میانه خلک د مخلوق د رضا کولو سوچ کوي.
۳. واړه خلک یوازي د ځان رضا کولو سوچ کوي.
💠 اتم درس: ٨
۱. ستر خلک د نورو غوښتنې ور پوره کوي.
۲. میانه خلک له نورو تمه لري.
۳. واړه خلک خپلې غوښتنې په نورو مني.
💠 نهم درس: ٩
۱. ستر خلک د نورو د حقونو ترلاسه کولو هڅه کوي.
۲. میانه خلک یوازې د خپلو حقونو ترلاسه کولو هڅه کوي.
۳. واړه خلک د نورو خلکو د حقونو د ضیاع هڅه کوي.
💠 لسم درس: ١٠
۱. ستر خلک خپلې چارې سمې ترسره کوي، ان که هڅونه هم نه وي.
۲. میانه خلک د هڅونې په شرط چارې سمې ترسره کوي.
۳. واړه خلک ترڅو تنبیه نشي، چارې سمې نه ترسره کوي.
💠 یوولسم درس: ١۱
۱. ستر خلک تاسو ته ډیره مثبته انرژې درکوي.
۲. میانه خلک، نه مثبته انرژې درکوي او نه منفي.
۳. واړه خلک تاسو ته یوازې منفي انرژې درکوي.