ځانګړې مطالب

د خاوند پر ښځهاو د ښځي پر خاوندڅه حقوق دي

20220913 114642
Avatar photo
Written by Zwak News

اول د ښځې حقوق :
د ښځې په ميړه باندې مالي حقوق دي لکه مهر ، نفقه ، استوګنځئ او غير مالي حقوق لکه عدل ، ښه سلوک او ضرر نه رسول او داسې نور ………
اول : مالي حقوق :
د ښځې په خاوند باندې مالي حقوق دي لکه مهر ، نفقه او د استوګنې ځای .
الف ) مهر : مهر هغه مال دی چې خاوند يې د عقد نکاح په وخت خپلې ښځې ته ورکوي او دا د ښځې واجب حق دی پر خپل خاوند باندې قال الله تعالی : { وآتوا النساء صدقاتهن نحلة } يعنې : او ښځو ته د دوی مهر په خوښئ او رضا ورکړئ .


که د نکاح د عقد په وخت کې مهر نه وي ټاکل شوی نو بيا مهر مثل ادا کيږي د مهر مثل بيان دلته وګورئ
ب ) نفقه : د اسلامې امت د علماؤ په دې باندې اتفاق دی چې د ښځې نفقه پر ميړه باندې فرض ده ، ځکه چې د نفقي پيدا کولو د پاره د کور څخه د باندې وتل د نارينه مسئوليت دی نه د ښځې او ميړه به خپلې ښځې ته د اقتصادي توان موافق نفقه برابروي قوله تعالی :
( وعلى المولود له رزقهن وكسوتهن بالمعروف ) البقرة/233 ، يعنې په دې صورت کې به د ماشوم پلار په ښه توګه هغوی (مور او ماشوم ) ته په ښه توګه خواړه او جامې ورکوي .
وقال عز وجل : ( لينفق ذو سعة من سعته ومن قدر عليه رزقه فلينفق مما آتاه الله ) الطلاق/7 . يعنې : توانا خاوند ښايي د خپل توان په اندازه نفقه ورکړي او په هر چا چې روزې تنګه شوه ، نو د هغه څه نه چې الله جل جلا له ورکړي دي نفقه دي وکړي .


في السنة :
وعن جابر : أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال في خطبة حجة الوداع : …………. ولهن عليكم رزقهن وكسوتهن بالمعروف ” . رواه مسلم ( 1218 ) . يعنې : جابر رضی الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم په حجة الوداع وفرمايل : ……… او د هغوی پر تاسې باندې دا حق دی چې هغوی ته به يه ښه شان نفقه او د استوګني ځای برابروئ .
عائشه رضي الله عنها روايت کوي چه: «أنَّ هنداً بنت عتبة قالت: يا رسول الله إنَّ أبا سفيان رجل شحيح، وليس يعطيني ما يكفيني وولدي إلاَّ ما أخذت منه وهو لا يعلم، فقال: خذي ما يكفيك وولدك بالمعروف» (متفق عليه ) .
د عقبه لور (هند ) وويل : ای رسول الله صلی الله عليه وسلم ! ابوسفيان يو بخيل سړی دی ، او ماته دومره شی چې د ځان او اولاد مې کفايت ورباندې وشي نه راکوي ، مګر څه چې زه يې د هغه له مال څخه اخلم هغه ور باندې نه پوهيږی (په پټه يې اخلم ) ، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : هغه څه چې د تا او ستا د اولاد دپاره کفايت کوي او اسراف پکې نه وي واخله ولو که هغه ورباندې پوه نه شي (ځکه د ښځې او اولاد نفقه پر خاوند واجبه ده ) .
خپلې ښځې او اولاد ته د نفقي برابرولو د فضيلت په اړه جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي :
دِينَارٌ أنْفَقْتَهُ في سَبيلِ اللهِ ، وَدِينار أنْفَقْتَهُ في رَقَبَةٍ ، وَدِينارٌ تَصَدَّقْتَ بِهِ عَلَى مِسْكِينٍ ، وَدِينَارٌ أنْفَقْتَهُ عَلَى أهْلِكَ ، أعْظَمُهَا أجْراً الَّذِي أنْفَقْتَهُ عَلَى أهْلِكَ ( رواه مسلم)

.
يعنې : يو هغه دينار دی چې د الله جل جلا له په لار کې صدقه شي ، بل هغه دينار دی چې غلام باندې مصرف شي ، او بل هغه دينار دی چې په مسکين باندې صدقه شي ، او بل هغه دينار چې پخپل اهل خرڅ شي ، تر ټولو د هغه اجر زيات دی کوم چې د خپل اهل د پاره نفقه او خرڅ شي .
په پورته حديث شريف کې د الله جل جلا له په لاره کې خرڅ ، دغلام د آزادولو لپاره خرڅ او غريبانو سره د کومک لپاره خرڅ کې غوره خرڅ د خپل اهل عيال لپاره خرڅ يا د نفقې د پاره مصرف ښودلی دی .
بل حديث کې راغلي : «إِذَا أَنْفَقَ الرَّجُلُ عَلَى أَهْلِهِ يَحْتَسِبُهَا فَهُوَ لَهُ صَدَقَةٌ». (بخارى:55)


ابن مسعود رضی الله عنه وايي جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : که څوک د ثواب په نيت پخپل اهل او عيال خرڅ وکړي د هغه دا نفقه کول صدقه شميرل کيږي .
ج) : مسکن ( استوګنې ځای ) :
خاوند به خپلې ښځې ته د خپل اقتصادي توان موافق د استوګنې ځای برابروي چې حد اقل يې د ځانته اتاق برابرول دي ، الله جل جلا له فرمايي : ( أسكنوهنَّ من حيث سكنتم مِن وُجدكم ولا تُضاروهن) الطلاق/6.
يعنې : دوی په هغه ځای کې چې تاسې پخپله اوسيږئ د خپل وس په اندازئ واوسوئ (د استوګنې ځای ور ته برابر کړئ ) او دوی ته ضرر مه رسوئ .
۲- غير مالي حقوق :
د ښځې پر خاوند باندې غير مالي


حقوق لکه : د ښځو تر مينځ عدل ، ښه سلوک او داسې نور ………..
الف ) : د ښځو تر مينځ د عدل ساتل : که د شرايطو برابريدو په صورت کوم کس دوهم واده وکړي نو په نفقه ، سلوک او مسکن کې به د هغوی تر مينځ عدل کوي ….. نور تفصيل دلته وګورئ
ب ) ښه سلوک : خاوند به د خپلې بی بی سره تر خپله وسه نيک سلوک کوي او د هغوې پر وړاندې به مهربانه چلند کوي قرآنکريم د ميرمنی سره د ښه سلوک کولو امر کړی دی :
وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَ

Leave a Comment