جنسي لارښود

د حیض په دوران وخت کی د جماع کوروالی ضررونه

20220904 092929
Avatar photo
Written by Zwak News

اسلام له نظره : په کوم شی کی چې د انسان لپار ضرر وی الله تعالی د هغی نه منع کړی ده او په کوم شی کی چې فائده وی نو الله تعالی پری امر کړی دی . الله تعالی فرمای : وَيَسْأَلونَكَ عَنِ الْمَحِيضِ قُلْ هُوَ أَذىً فَاعْتَزِلُوا النِّسَاءَ فِي الْمَحِيضِ ) البقرة / 222 . ژباړه : تپوس کوي لتانه ای پیغمبره په باره د حیض کی ، ته ورته جواب کی وایه حیض یو مرض دی او په دی حالت کی د ښځو د جماع نه ځان وژغورئ .

2- طب له نظره : څیړنی ښایی چې ښځی سره د حیض په وخت کی جماع کول ډیر ضررونه لري چې ځیني یې په لاندی ډول دی :
1 د ښځی هګیو یعنی هغه ماده چې هغی سره د سړی منی یو ځای کیږی او بیا ترینه بچی پیدا کیږی په هغي کی التهابات ، ګرمایش ، سوزش پیدا کیږی چې بیا د عقم یعنی شنډیدو سبب ګرځی .
د ښځی تناسلی اندام کی هغه مواد ختمیږی چی میکروب وژنی نو د مختلفو مرضونو سبب جوړیږی .

3 – دحیض په وخت کی په مکرر ډول جماع کول د رحم خوله بندوی چې د عقم ، یا بی اولادی سبب ګرځی .
4- جماع کول د جراثیمو د نقلیدو یوه وسیله ده او د حیض په وخت کی د ښځی په تناسلی اندام کی د میکروب ضد مواد نه وی موجود .
5 – د ښځی په مثانه او ګردو کی التهابات پیدا کوی .
6 دغه ضررونو یواځی ښځی ته ندی متوجه بلکی د سړی په تشو میتیازو کی سوزش پیدا کوی ، مثانه ، هګۍ ، او د میتیازو په نلۍ کی التهابات پیدا کوی .

7 – د تشو میتیازو سره وینه او نو پیدا کوی . په مثانه کی درد پیدا کوی او سړی جنسی طور کمزوری کیږی .
8 – د سړی په مني کی یو قسم میکروبی ماده ده چې د ښځی رحم د هغی ضد مواد تناسلی اندام ته ورکوي او د حیض په وخت کی دغه ماده د حیض د وینی سره خاریجیږی ، یعنی د ښځی په تناسلی اندام کی مدافع قوت نه وی موجود ، نو د ډیرو مرضونو سبب شی .

9 – ښځه جسمی او نفسی طور هم جماع ته نوی جوړه ځکه د حیض په وخت کی په ملا او خیټه ، نس کی ډېر درد محسوسوی او د ځنی ښځو درد دیته اړ شی چې د درد ضد ګولۍ خوری .
10 – ځيني ښځو ته د نیم سر درد او ګانګی ( قئ ) پیدا کیږی . د حیض په وخت کی د ښځی جنسی خواهش په نش حساب وی . د ښځی د بدن درجه حرارت ډیره ټېټه وي او د وینی فشار یې هم کمزوری وي نو په. دی وخت کی ښځه آرام ته ضرورت لری .

Leave a Comment