جالب او حیرانوونکي سیاست

د حامد کرزي دريځ؛ نوي کال کې د نجونو او هلکانو ښوونځي باید پرانیستې وي

FB IMG 1643102039577
Written by Zwak News

راتلونکی پسرلی باید د ښوونځیو دروازې د نجونو او هلکانو پر مخ پرانیستې وي. پخواني ولسمشر حامد کرزي له سي ان ان سره په تازه مرکه کې ویلي، چې دوی د یوه پیاوړي افغانستان لپاره هڅې کوي او په خبره یې تمه لري چې ژر دلته دایمي ثبات او یو پیاوړی ټولشموله حکومت جوړ شي.

هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې دوی له نوي حکومت سره کار نه کوي او په خبره یې دی او ډاکټر عبدالله عبدالله نه د واک غوښتونکي دي او نه به په دې اړه کوم وړاندیز ومني، ځکه دوی د په کافي اندازه په حکومت کې کار کړی دی او ښه به وي چې نوو او موثرو څېرو ته فرصت برابر کړل شي.

ښاغلي کرزي ټینګار کړی چې راتلونکی پسرلی د ښوونځیو دروازې پرانیستې غواړي. دده په خبره ستره هیله او مهمه غوښتنه یې دا ده چې راتلونکی پسرلی د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې د نجونو او هلکانو پر مخ پرانیستې وي او د افغانانو اولادونه خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي.

Leave a Comment