طب

د جوارو داسې ګټې چې ښايي ترې خبر نه یاست.

20221026 103753
Avatar photo
Written by Zwak News

د جوارو داسې ګټې چې ښايي ترې خبر نه یاست.
په افغانستان او ځینو نورو اسيايي هېوادونو کې د جوارو خوراک عام ؤ، خو دغه عام خوراک اوس خاص شوی دى. د وخت په تېرېدو سره، شايد د جوارو خوراک يوازې او يوازې د درملو په توګه وکارول شي او نور یې وګړي له خوراکه ځان لیرې وساتي.

د دې لاملونه زيات دي، خو يو لامل یې دا دی چې د جوارو ګټې له وګړو يا خوراکيانو پټې دي، او نه روغتياپوهانو په ټولنه کې عام وګړي د جوارو په ګټه پوهه کړي دي.

دمخه به، جوار يوازې د جواري يا سکړک په نوم پېژندل کېدل. خوارک به یې اکثره غريبانو کاوه. خو همدا جوار بيا شتمنو په نوي ماشيني شکل د درملو په توګه کاراوه.

په افغانۍ ټولنه کې جوار په دسترخوان د جواري يا سکړک په شکل، د ځوانانو په بنډار کې په بټۍ، دوۍ، ډاډۍ او نورو نومونو، چې د اورپه لمبو او سکرو به وږي پاخه کړل شول، خوړل کېدل.

په سپينو جوارو کې تر ژړو جوارو غزايي اعتبار هم زيات دی. سپين جوار تر ژړو جوارو ډېر (ويټامين اې) لري. همدا ډول یې غوړي هم تر ژړو جوارو زيات ګټور دي. د جوارو غوړي د وينې د غوړوالي او شپږ ډوله نورو مرضونو لپاره ګټور دي.

يوناني روغتياپوهانو له سپينو جوارو د زړه په مرض د اخته کسانو او هم هغه چا ته چې د وينې فشار به یې درلود، په درملنه کې ګټه اخیسته، چې وروسته د سترګو د نظر په ځای ساتلو کې هم ګټور ثابت شول.

د جوارو د وږي خوراک د وينې د کلسټرولو په کنټرول کې مهم رول لري. که په اوونۍ کې يو ځل د جوارو وږى، ژړ وي او که سپین، وخوړل شي، هغه انسان د وينې له کلسټروله ژغورل کېداى شي.

د جوارو په خوراک سره نه يوازې دا چې د وينې کلسټرول کنټرول کيږي بلکې د جوارو د تېلو په استعمال سره جسم غښتلى کيږي او د زيات وزن مخه نيسي.

د جوارو اوړه د کيک او کلچو علاوه په ١١ ډوله خوراکونو کې استعماليږي، چې د انسان بدن ته ترې ډيرې ګټې رسيږي.
ډاکټر سټرانګ فوډ چې د جوارو غوړي په خپل ترکیب کي لري او د هېواد په کچه یوه منل شوې فرموله ده د ذهني ، جسمي او جنسي کمزورتیا د له منځه وړلو لپاره په یو ځل خوراک سره په بشپړ ډول صحت مند و اوسی .

Leave a Comment