د جنسي پارونې لپاره باید څه وکړئ؟
د جنسي هڅونې لپاره د ویاگرا یا سلدنافیل څخه خپلسره استفاده مصونه نۀ ده او په قلبي ناروغیو او د وینې په فشار باندې اخته کسانتر ډېره دغه درمل کاروي.
د دغه درمل خپلسري کارول د زړه د حملې، د وینې د فشار د لویدلو او حتی د مړینې سبب کېدی شي
.
پدې وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د ویاگرا نه استفاده کول زیات شوي چې دې درملو ته د مشتریانو اسان او د ډاکتر له نسخې پرته لاسرسی او په اړه یې انلاین تبلیغات عمده دلایل دي.
ویاگرا د جنسي کمزورۍ درمل دي چې باید د ډاکتر په سپارښتنه ناروغ ته زمینه برابره شي، خو په افغانستان کې خلک په اسانۍ او له نسخې پرته کولای شي دغه درمل له درملتونونو او حتی په لارو او کوڅو کې له گرځنده سوداگرو واخلي.