د جنسي اړیکو لپاره غوره وختونه
د جنسي اړيکې لپاره د ښځينه و ترټولو د خوښې وخت
د ورځې په جريان کې د انسان د بدن هورمونونه توپير کوي، په يو وخت کې د جنسيت د هورمون تولید کم په بل کې زيات وي، له همدې کبله د ورځې په جريان کې د انسان جنسي قوت او غوښتنه هم توپير کوي، کله ډېره کله
کمه.
دا مسله يوازې تر هورمونونو پورې محدوده نه ده، بلکې ذهني اړخ يې هم ارزول غواړي، په نارينه کې تر ډېره د هورمون خبره مطرح ده خو په ښځينه و کې بيا ذهني حالت لومړیتوب لري.
د ښځې لپاره ترټولو ښه وخت هغه دی چې دوی په ذهني ډول ارامې وي، هېڅ ډول مزاحم او وېره نه وي او يو څه خوشحاله وي کوم کار یې نه وي پاتې، د ښځو لپاره په عموم کې داسې وخت
شپه وي.
د نارينه و لپاره بيا د ذهني حالت په ځای هورموني وضعیت مهم دی، د شپې نارينه ډېر کله ستړي وي له همدې کبله دوی د غرمې په ګرمۍ او سهار له طرفه ډېر فعال وي