دې موضوع ته پام کول د مېرمن او خاوند په روغتيا کې مهم رول لري. د دې موضوع يو مهم اړخ د (جن + سي) اړيکو آداب پېژندل او وخت ته پام کول دي.
په ګډ ژوند کې د (جن + سي) اړیکو لپاره تر ټولو ښه او بد وخت:
۱. ډوډۍ خوړلو پسې سمدلاسه (جن + سي) اړیکه نیول صحت ته تاوان رسوي، د روغتیا پوهانو په وینا، (جن + سي) اړیکه باید ۲ یا ۳ ساعته وروسته له ډوډۍ خوړلو ونیول شي.
څېړنې ښيي چې له ډوډۍ ورسته زياته انرژي د بدن بېلابېلو برخو ته د وينې په رسولو مصرفيږي، او بدن په دې هڅه کې وي چې د غذايي موادو د جذب او هضم په عمليه کار وکړي. خو که په همدې حال کې (جن + سي) اړيکه ونيول شي ممکنه ده ناروغيو ته بندې دروازې په خپله پرانيزو او خپل بدني مقامت کمزوری کړو، لدې سره سره مو د مفصلونو دردونه، د ملا دردونه…هم په وجود کې را پيدا کېدای شي.
تازه څېړنې وايي چې، د لوږې په وخت او په ډوډۍ پسې سمدستي (جن + سي) عمل د بدن دفاعي سیستم زيانمنوي او در ناروغيو د محوه کولو توان ترې اخلی، پدې سربېره د بدن سستي، د پوست بدرنګ کېدل، او آن د ويښتانو تويدل هم ددې اړيکو له زيانونو بلل کيږي.
د (جن + سي) اړيکو مديريت نه يوازې د خپلې روغتيا ساتنه ده بلکې پدې سره د ګډ ژوند ډېرې خوشالۍ هم تر لاسه کېدای شي. که دا اړيکه په مناسب وخت وشي وجود ورسره سپکيږي، د خوښۍ احساس پياوړی کوي او د (جن + سي) ستونزو او کمزوريو په حل کې هم مرسته کولی شي.
کوم وخت له (جن + سي) اړيکو پرهېز وکړو؟
ډېری جوړې د (جن + سي) اړيکو لپاره اصول، قوانين او معيار نلري. پداسې حال کې چې د (جن + سي) اړيکو لپاره تقسيم اوقات او اصولو ته درناوی اړين دي، د طب پوهان پدې اند دي چې په بعضي وختونو کې بايد له (جن + سي) اړيکو ځانساتنه وشي، چې له ځينو به ېې دلته يادونه وکړو.
که چېرته مېرمن يا خاوند کانګې کړي وي ښه ده چې څو ساعته دا کار ونکړي، هغه کسان چې د معدې تکليف، د ادرار ستونزې، د کلمو مشکل… لري درملنه دې وکړي او څو چې تداوي نه وي شوې بهتره ده له (جن + سي) اړيکو ځان وساتي.
دغه راز د روحي او جسمي فشارونو، له ډوډۍ وروسته، اضطراب، تشويش، ستړيا… په وخت هم د (جن + سي) اړيکې نيول زيان لري، کله چې دا ستونزې رفع شي او نورمال حالت منځ ته راشي بيانو ښه ده چې دا اړيکه ټينګه شي. ځکه په غير نورمال حالت کې بدن کافي انرژي نلري چې په دې برخه کې مصرف شي. دغه راز د زنانه مياشتنۍ ناروغۍ او نورو ناورغيو په وخت بايد حتمي له (جن + سي) اړيکو پرهېز وشي .
که چیرې له (جن + سي) اړیکو فاصله واخیستل شي:
طب دا کله هم نه مني چې يو جوړ انسان دې د تل لپاره (جن + سي) اړيکه پريږي بلکې دا کار امکان نلري کومه غيريزه چې د (جن + سي) اړيکې په واسطه محوه کيږي د انسان په فطرت کې اغږل شوې او داسې ممکنه نده چې غير له (جن + سي) اړيکې د محوه شي او که هڅه وشي چې له (جن + سي) اړيکې په لوی لاس پرهېز وشي نو په لسګونو ناروغۍ را ولاړولی شي.
ځکه چې ددې اړيکې په واسطه د وجود اکثره مکروبونه خونسا او له وجود خارجيږي. کله چې دغه غريزه محوه نشي نو د بدن سستي او دروند والی، د لګن د هډوکو دردونه، سر دردي… او نورې نارغي پيدا کيږي.
د یوې نوې څېړنې پر بنسټ هغه جوړې چې په اوونۍ کې لږ تر لږه یو ځل (جن + سي) اړیکه ټینګوي ورځ تر بلې خوښي محسوسوي. لېکن، په اوونۍ کې د اړیکې ټینګولو ډېر تکرار دا خوښي نه زیاتوي او برعکس د (جن + سي) اړیکې پر کیفیت منفي اغېز شیندي.
(جن + سي) اړيکو کې افراط او اسراف کومې ستونزې را ولاړولی شي
معمولا په (جن + سي) اړيکو کې افراط د جيګر کمزوري، د معدې ستونزې، د سترګو ضعفي، د غوږنو ضعفي، ستړياوې، عصبي ناروغۍ، د پوست بدرنګي، د رېږد يا لړزې تکاليف منځ ته راوړي، نو اړينه ده چې پدې برخه کې جوړې تعادل مرعات کړي او خپله روغتيا اوږد مهاله کړي.
خاص د الله ج د رضا په خاطر یې شیر کړئ