جنسي لارښود

د جن+سي اړيکو په هکله د ښځو ٦ تېروتنې

20220924 091631
Avatar photo
Written by Zwak News

څېړنې ښيي چې د هرو پنځو طلاقونو څخه يو يې د جن سي ستونزو له کبله رامنځته کېږي.

د نارينه او ښځينه جن سي ذوقونه مختلف دي، مختلفې تمې لري، په دې مسله کې ښځې تر ډېره کم معلومات لري، نو ځکه نه پوهېږي څه وکړي او څنګه د يو بل جن سي تنده خړوبه کړي.

١-: روغتيايي ستونزې

که په اړيکو کې روغتيايي ستونزه شتون ولري، نو بايد سترګې ورباندې پټې نه شي او د حل لپاره یې د روغتيا پالانو څخه مرسته وغوښتل شي.

٢-: د جن سي اړيکې د پيل کولو تمه د مقابل طرف څخه

ډېری ښځې د مختلفو اندېښنو په بنسټ په تمه وي چې جن سي اړيکه یې خاوند پيل کړي، فکر کوي که دا د جن سي اړيکې د پيل کولو خواهش وکړي دا شرم دی، د دې سره به د خپل خاوند په سترګو کې ډېره شهوتي په نظر کې ورشي، يا ځان د دې غوښتنې سره ورته بداخلافه او ساده ښکاري، حال دا چې که خپله ښځه جن سي اړيکه پيل کړي نو د خاوند یې په ځان باور زياتېږي.

٣-: په خپل بدن نه باور

ځينې ښځې بيا په خپل بدن باور نه لري، په خپل وجود ډېرې مشغولې دي، خپل وجود یې يو ډول نه خوښېږي، له دې کبله د جن سي اړیکې په وخت کې غواړي چې تياره وي.

٤-: جن سي اړيکې د خپلې موخې لپاره کارول

ډېرې ښځې جن سي اړيکې د يوې وسلې په توګه کاروي، که یې غوښتنې ونه منل شي، نو خپل خاوند ته جزا ورکوي او د هغه څخه لرې کېږي، ښځې باید خپلې غوښتنې د جنسي اړيکو سره ګډې نه کړي، که نه خاوند به يې د دې کار په تکرار سره په خپله ښځه بدنيتی شي او يا به یې ورڅخه زړه سوړ شي.

٥-: د خپلو جن سي اړيکو په هکله خبرې نه کول

ډېری جوړې د خپلو جن سي اړيکو په هکله خبرې نه کوي، په دې نه پوهېږي چې د خپل خاوند يا ښځې یې څه خوښېږي او څه یې نه خوښېږي، صرف ځينې اټکلونه لري، چې د ژوند دومره مهمه برخه بايد اټکلونو ته پرېنښودل شي.

٦-: د ‌ج نسي اړيکو په وخت کې نورې خبرې

ډېری ښځې د جن سي اړيکو په وخت کې خپلې ځینې غوښتنې چې د جن سي اړيکو بهر وي، يادوي، يا نورې خبرې کوي، چې دا د مقابل طرف هغه جوش له منځه وړي، د جن سي‌ اړيکو په وخت کې بې ځايه خبرې کول نه دي پکار.
خاص د الله ج د رضا په خاطر یې شیر کړئ

Leave a Comment