ژوند بڼه سوله

د تېر حکومت ځینو لوړ پوړو نظامیانو خپل نوی دریځ نوي حکومت ته اعلان کړ

97459440 20989210 1404081816334723 4911692490621103874 o 2
Avatar photo
Written by Zwak News

مخکني حکومت ځینې نظامیان چې د نظام له پرځېدۀ وروسته یې وطن پريښودلی، وايي چې غواړي بېرته هېواد ته راوګرځي،

او د خپل هېواد په جوړولو کې ونډۀ واخلي. هغوی د یو بل منلو او سولې غوښتنه کوي څو بېرته هېواد ته راستانه شي او په ودانولو کې یې برخه واخلي.

دغه نظامیان وايي، د مخکني نظام له نسک/وریدو وروسته یې له بیوزلۍ هېواد پرېښودلی او یوه نږدې پر پولۀ پروت هېواد ته یې پناه یوړوه.

دوی وايي نورو ممالکو ته مهاجرکیدل د مادي او مالي مشکلاتو تر څنګ انسان له فرهنګي ستونزو سره هم مخ کوي چې عمده ستونزه یې دا ده چې له پردي فرهنګ سره ټکر لري.

دا په داسې حال کې ده چې د حکومت چارواکو عمومي عفوه اعلان کړې او له ټولو هغو افغان اصله چې بهر میشت دي غواړي چې خپل هېواد ته راستانه شي او له وېرې پرته دې د ا.ا تر چتر لاندې ژوند وکړي.

Leave a Comment