روغتیا

د تیزابیت رامنځته کېدو یو شمېر لاملونه

20220728 085037
Avatar photo
Written by Zwak News

د تیزابیت عام لاملونه د تیزابیت رامنځته کېدو یو شمېر لاملونه دي چې ځینې عمده یې په لاندې ډول دي: ذهني فشار او ژور خپګان،

زیاته مساله او یا د غوښې خوړه، سګریټ او یا بله نشه کول، د بې وخته خوړو عادت، د معدې نورې ستونزې او د ځینې ځانګړو درمل استعمال د معدې تیزابیت رامنځته کوي. کورني درمل د کوپرې اوبه څښل سمدلاسه د معدې تیزابیت له منځه وړي. د ویلنې/نعناع څو پاڼې په خوله کې ژوول، یا د ویلني اوبه څښل هم د معدې تیزابیت له منځه وړو

کې مرسته کوي. زعفران خوړل یا د زعفرانو اوبه او چای څښل هم مرسته کوي. زیره خوړل او یا یې اوبه څښل هم ګټه کوي. دوه شین لایچي دانې اوبو کې وخوټوئ، اوبه یې یخې کړئ او بیا یې وڅښئ. له خوړو وروسته یو اندازه ګوړه خوړل. یو کاشوغه د مڼې سرکه اوبو کې ګډ کړئ او بیا يې په تشه معده وڅښئ، همدا ډول

د تور مرچ دوه دانې خوله کې ژوول هم د معدې تیزابیت په ختمولو کې مرسته کوي. څنګه د معدې تیزابیت څخه ځان وژغورو؟ د معدې تیزابیت څخه د ځان ژغورلو لپاره، په ارامه خوراک کول او ډوډۍ په خوله کې ښه میده کول اړین دي. له ویده کېدو وړاندې خوراک نه کول،

د شپې وروستي خواړه له خوب څخه دوه ساعته مخکې کول. سګریټ او نورې نشې پريښودل تر ټولو اړین دي، مساله دار خواړه تر ډیرې اندازې کمول، او د ذهني فشار کنترولولو هڅې، ځکه ذهني فشار مو د تیزابیت ترڅنګ پر نورو خطرناکو ناروغیو هم اخته کوي.

Leave a Comment