د تیر حکومت ځینې لوړ پوړې چارواکي؛ نوی حکومت د ځای او وخت رکړي، موږ ورته وړ خدمات کوو.
د تیر حکومت تر سق وط وروسته د هیواد زیات شمیر لوړ پوړې چارواکې د هیواد پریښودو ته اړ شول، چې بیا وروسته د نوي حکومت له اعلان ځینې خپل هیواد ته ستانه، او ځینې لا تراوسه د دوبۍ په ګډون ځینو اروپايي هیوادونو کې د پناه اخیستلو په کمپونو کې ژوند کوي.
تیره ورڅ د عطا محمد نور په ګډون کریم حلیلي او ځینو نورو شمالي ګوند مشرانو له نوي حکومت څخه غوښتنه کړي، تر څو دوی ته په ښه بست کې چوکۍ ورکړي تر څو وکولای شي له نوي حکومت سره یو ځای وطن او خاورې ته خدمت وکړی.
هیره د نه وي، چې څو ورځې وړاندې د ا.ا لوړ پوړو چارواکو په خپلو تازه څرګندونو کې زیاته کړي وه، چې ګني دوی به مفسدو او غلاوو کې ښکېلو چارواکو ته په هیڅ ډول حکومتي بستونو کې ځای ورنکړي، تر څو نوی نظام له تیر نظام سره توپیر ولري.
د یادولو وړ ده، چې په د وروستیو کې د تیر حکومت د لوړ پوړو چارواکو له کورونو څخه په زیات ډول حکومتي او نور وسایل د تصفیوي عملیاتو په ترځ کې ترلاسه شوي، چې په د کې یو د باتور دوستم کور وو.