که څه هم ازبکستان د تاشکند د ناستې هدف په افغانستان کې بشري وضعیت ته رسېدنه او په امنیتي اندېښنو بحث ښودلی و؛ خو یو شمېر افغان کارپوهان وایي چې په دغه کنفرانس کې د هېڅ هېواد او سازمان له خوا کومه بشري مرسته اعلان نه شوه او نه هم د امنیتي اندېښنو د لرې کولو لپاره کوم مېکانېزم رامنځته شو.
د سیاسي چارو شنونکي عبدالقهار سروري وویل، که څه هم د تاشکند ناسته د افغانستان په اړه د ګاونډیانو فعالېدل په ډاګه کوي، خو د هغه په خبره، دا هڅې باید وکولای شي چې په افغانستان کې بشري وضعیت ښه کړي که څه هم د دغې ناستې په اعلامیه کې چې د غونډې په پای کې د کوربه هېواد له خوا خپره شوه، د پراخ بنسټه حکومت په جوړولو، د ښځو د حقونو په خوندیتوب او د افغان نجونو د زده کړو پر وړاندې د محدویتونو په لرې کولو ټینګار شوی و، خو یو شمېر افغان کارپوهان وایي، په دغه کنفرانس کې له ا.ا. سره د نړۍوالو د تعامل او د افغان حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه هېڅ پرمختګ ونه شو.
افغانستان کې یوناما سرپرست مشر د تاشکند د غونډې له ګډونوالو سره پر افغانستان غږېدلی افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره (یوناما) په یوې خبر پانې کې ویلي، چې د دغه ماموریت سرپرست «مارکس پوتزل» د تاشکند د غونډې له ګډونوالو سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي یوناما پرون چهارشنبه د زمري ۵مه پر خپل ټویټر لیکلي، چې مارکس پوتزل د تاشکند غونډې د ګډونوالو هېوادونو له استازو سره پر افغانستان بحث کړی دی.
یوناما لیکلي چې د ازبکستان د پلازمېنې تاشکند د غونډې په څنډه کې ثبات او اقتصادي سوکالۍ ته د رسېدو په هدف د افغانستان د هڅو د ملاتړ لپاره اجماع موجوده وه او د یوناما مشر «مارکس پوتزل» هم د دې غونډې له ګډنوالو سره د افغانستان په اړه په ډېرو مسایلو غږېدلی دی.