جنسي لارښود

د بکارت پرده او په اړه یې غلت باورونه معلومات په مثبت فکر ولولئ

20220825 091554
Avatar photo
Written by Zwak News

د بکارت پرده او په اړه یې غلت باورونه
معلومات په مثبت فکر ولولئ
* دا په نجونو کې د مخصوص سوري باندې یوه نرۍ پرده ده . د هرې نجلۍ د بکارت پرده فرق کوي . د ځینو نجونو د بکارت پرده سورۍ سورۍ وي چې د پریوډ/حیض یا میاشتینۍ خونرېزۍ پر مهال ترې وینه تېرېږي . د ځینو نجونو د بکارت پرده یو لوی سوری لري او ځینې نجونې په ټوله کې بېخي د بکارت پرده نه لري .

* ځینې سرسخته مذهبي او کلتوري ګروپونه له نجونو غواړي چې د واده پر مهال د بکارت پرده ولري . او د واده په لومړۍ شپه یې مېړه ورڅیرې کړي . که نه نو نجلۍ باکره نه شمېري او فکر کوي چې نجلۍ له لمنې ناپاکه ده او له بل چا سره یې کوروالی کړی دی . مګر دا خبره بالکل مطلق غلطه او بې بنیاده ده .

* ځکه چې ځینې نجونې له اوله دا پرده نه لرې یا هم بغیر له دې چې چا سره یې کوروالی کړی وي ، څیرې شوې وي . هغه نجونې چې د اس سورلۍ کوي ، سایکل چلوي ، سپورټ کوي ، کلب ته ځي یا نڅا کوي د دې امکان لري چې د بکارت پرده یې وشکېږي . له دې علاوه د ټامپون په استعمالولو سره هم کېدای شي چې د بکارت پرته له منځه لاړه شي . نو فلهذا که چېرته د لومړي ځل جماع پر مهال نجلۍ وینې نه شوه مطلب یې دا نه دی چې نجلۍ باکره نه ده او بدلمنې ده .

* که داسې وي نو اوس خو د جراحۍ په واسطه د دې امکان شته چې د بکارت پرده بېرته ورغول شي . هم دارنګه ځینو کلتورونو کې د نجلۍ مور یا خواښې له نجلۍ او هلک غواړي چې د واده له لومړۍ شپې وروسته د نجلۍ په وینو ککړه ټوټه ورکړي تر څو هغوی یې خلکو ته وښیي او ورته ووایي چې لور یا نږور یې پاکلمنې ده .

داکتره ادیبه شریفی
متخصص داخله وجنسی

Leave a Comment