خبرونه

د بهرانیو چارو سرپرست وریر متقي؛ افغانستان د زمرو وطن د زمرو خاوره ده

Avatar photo
Written by Zwak News

امیر خان متقي د نړۍ له هر هیواد سره د ښو اړیکو غوښتونکي یو.

د ا.ا.ا د بهرانیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي، په خپلو تازه څرګندونو کې د نړۍ ټولو هیوادونو ته په اشاره ویلي، چې ګني دوی د نړۍ د ټولو خیر غوښتونکو هیوادونو سره د ښو اړیکو تمه لري، او په وینا يي متقي د بهرانیو چارو وزارت ټولو کارکوونکو ته امر کړی دی، څو بېرته خپلو دندو ته راوګرځي او په عادي توګه خپل کار اجرا کړي.

متقي چې تیره ورځ يي یوې خبرې ناستې ته خبرې کولې، زیاته کړي چې دوی نه غواړي د هیڅ هیواد په کورنیو چارو کې مداخله وکړي، او له نورو ګاونډیو هیوادونو یي هم غوښتي، څو د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاس وهنې واخلي. ده د خپلو خبرو پر جریان ویلي، چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هیواد پر ض د ونه کارول شي.

متقي همدا راز د امریکا د بهرانیو چارو وزیر د هغه خبرو ته په اشاره غبرګون ښودلی، چې ګواکې افغانستان د مخ پټو لپاره بهترین هیواد دی، ده زیاته کړي د نړیوالو هیوادونو داغه ډول څرګندونې بې بنسټه دي، او په وینا يي هیچاته به اجازه ورنکړل شي.

د یادولو وړ ده، چې دوه ورځې وړاندې هم ځینو روسیو خبریالانو د هغو څرګندونو په اساس سخت جوابونه اخیستي وو، چې په وینا يي افغان خاوره د بهرانیو ج.ن ګیالیو لپاره پټ ځای دی ، یاده د وي چې د ا.ا.ا لطرفه ورته ویل شوي وو، افغانستان د زمرو خاوره، د زمرو وطن دی، چې ساتل یي پر موږ فرض دي.

Leave a Comment