افغانستان تعلیم

د بلخ د پوهنې رییس ؛ بلخ کې د نجونو پر مخ تر دوولسم ټولګي پورې، ټول ښوونځي پرانیستي دي

FB IMG 1653286184015 2
Avatar photo
Written by Zwak News

د بلخ د پوهنې رییس ؛ بلخ کې د نجونو پر مخ تر دوولسم ټولګي پورې، ټول ښوونځي پرانیستي دي.

سربیرۀ پر دې ‌،چې په ټول هیواد کې د نجونو پر ښوونځي ته تګ بندیز لګول شوی دی، د بلخ د پوهنې رییس په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي، چې په ټول بلخ کې له لومړي ټولګي تر دوولسم ټولګي پورې نجونې کولائ شي باغیر له ویرې ښوونځیو ته ولاړې شي، او خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

د بلخ د پوهنې ریاست وايي، دلته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې خلاصې دي، او په خبره یي په عادي ډول قراردادي او رسمي استادان / استادانې خپلو دندو ته ځي.

دوی وایي، هڅه کوي تر څو په یاد ولایت کې د تعلیم او تربیې کیفیت لوړ کړي، او په شته ښوونځیو کې لا نظم تنظیم او کنترول کړي.

یاده د وي ، چې په ورته مهال کې د مزار شریف ښار د مرکزي لیسو ښځینه زده کوونکو د یوې ځایي رسنۍ سره په خپلو خبرؤ کې ویلي دي، چې ګني په آرامه فضاء کې خپلو زده کړو ته ادامه ورکوي، خو تر ټولو لویه

ستونزه او خڼډ چې ددوی مخه یي نیولي د ښځینه ښوونکو نشتون او د کتابونو کمبود دی.

Leave a Comment