جالب او حیرانوونکي

د برمودا مثلث دنړۍ ویروونکې سیمه.

180801 bermuda triangle mistery solved 02
Avatar photo
Written by Zwak News

برمودا مثلث یو ویرونکی او وحشتناکه ځای دی چې تر اوسه یې په سلګونو سمندري بېړۍ او الوتکې په هوا اوسمندر کې بې له دې چې وړوکې ټوټه ورڅخه پاتې شي په خپله خيټه کې خوندې کړې دي ، او په زرګونو کسان په دې ويرونکې سیمه کې تريتم شوي دي چې تراوسه د هيڅ یوه مړی نه دی موندل شوی.
د برمودا مثلث د امریکا جنوب ختيځ لور ته نږدې (چې د اقیانوس اطلس ځينې برخې هم نیسي ) پروت دی، برمودا مثلث لکه څنګه چې يې له نوم څخه څرګنديږي مثلث ته ورته شکل لري .


وینسنت گادیس چې دا ځای یې نومولی، ددې ځای د موقعیت په هکله داسې څرګندونې کوي، ( د مثلث یو خط له فلوريدا تر برمودا، بل خط له برمودا څخه د پورتیکو لوري ته او دریم خط له باهاما څخه بیرته د فلوريدا لور ته غزول شوی دی).
دا سیمه چې د نړۍ له رازونو ډکه سیمه بلل کيږي د ډيرو ويرونکو او د باور نه کولو پيښو شاهده ده، وروسته له هغه چې په کال ۱۹۴۵ عیسوي د دسمبر په ۵ نيټه د سمندري ځواکونو شپږ الوتکې له ټولي سورلۍ سره په دې سیمه کې نادرکه شوې د برمودا په نوم مشهوره شوه . په دغو شپږو الوتکو کې چې پينځو یې د پوځي تمرينونو لپاره د برمودا شاوخوا الوتنه کوله د عجیبو او ویرونکو پيغامونو په راستولو د مرستې غوښتنه وکړه، شپږمه الوتکه دهغوی د ژغورنې لپاره سیمې ته ورغله چې شپږ واړه ددې وحشتناکې او ویرونکې سیمې ښکار شوې . چې هيڅ پته یې هم ونه لګیده.


له دغو الوتکو څخه مخابره شوي پیغامونود یو غير ډاډمن او ویرونکی حالت څرګندونه کوله. په داسې حال کې چې هوا هم د الوتنې لپاره مساعده وه او الوتکو هم کومې تخنیکي ستونزې نه درلودې خو په مخابره شوو پیغامونو کې د وچې ځمکې د نادرکه کیدو، د قطب نما ګانو له کار څخه د لویدو او یا د هغوی په ګړندی توګه تاویدل، د ځای نه څرګندیدل او داسې نور پيغامونه ورکول کیدل، دا په داسې حال کې وو چې د الوتکو کارکونکې او پیلوټان مسلکې او د تجربې درلودونکي کسان وو ، تر ټولو حیرانونکې خبر لا دا وه چې له ډیرو پلټنو وروسته نه د کومې الوتکې ماته شوې ټوټه، یا دتیلو غوړوالی ، د مړو نښې نښانې او یا نور د پيژندګلوۍ توکې تراوسه نه دي تر لاسه شوي، دا پېښه د نورو پېښو په پرتله ځکه د پام وړ ده چې په ډلیزه توګه د دومره زیات شمیر الوتکو ورکیدل نه وړاندي تر دې شوي وو او نه هم تر هغه وروسته شوي دي، په دې سیمه کې دې ته ورته نورې پيښې هم تکرار شوي دي لکه د بار وړونکو او وړو بيړیو ورکیدل او داسې نور.


ډیرۍ الوتکې په داسې حال کې ورکې شوې دي چې تر اخري ګړۍ يې خپله راډیوي اړیکه له اړوند مرکزونو سره ستاتلې دي، په دې ترڅ کې ځينې غيرې ارادي او نه منونکي پیغامونه هم مخابره شوي دي لکه په رڼا او صافه ورځ کې د اسمان ژيړ والی او بیا ورسته خړوالی، د سمندر د اوبو ويرونکې او څپاند حرکتونه په داسې حال کې چې لږ وړاندې به عادي او ارامي وې، د الوتکې له کنترول څخه وتل د ځينو پرزوله کاره لویدل او داسې نور حیرانونکې پیغامونه چې بې له کومه دلیله او یا څرنګوالي تر لاسه شوې دي، دا پیغامونه ورو ورو ټيټ شوې او وروسته په داسې حال کې بند شوي لکه څوک چې يې په چا باندي په زوره قطعه کړي، او یا ځيني وخت داسې احساس شوي لکه ورو ورو چې لري کيږي او وروسته د فاصلې د لري والې په وجه په خپله بند شي. ځينې وخت داسې ویرونکې پيغامونه هم مخابره شوي دی لکه: یو نابلده او نه پيژندوکې رڼا له نا معلوم لوري را روانه ده …، د سمندر پر مخ یوه توره پرده خوره ده …. لکه طوفانان …چې بیاوروسته ورک شي….او ځينې نور داسې چې، د اسمان په منځ کې یوه توره ویرونکې فضأ ده چې د ځمکې له لوري خوځنده وړاندګې پرې لويږي او وروسته دواړه ورکې شي… شاوخوا سمندر ټول تیاره دی ټول تخنیکي توکې له کاره لویدل او له تیارې وروسته بیرته په کار پیل کول !!!
له یوې جاپاني بېړۍ څخه یو عجیبه او نه منونکې پیغام ليږل شوی دی، زموږ په وړاندې د یوه لوی خنجر په څير خطر ډېر ګړندی راروان دی موږ نشو کولی ځان وژغورو له موږ سره مرسته وکړئ، بې له دې چې څرګند شي خنجر څه شی وو بېړۍ ورکه شوه.
#لاملونه :


1 : اټکل شوي طبعي لاملونه :
د برمودا مثلث د پېښو په هکله د وخت د پوهانو لخوا ډول ډول نظرونه په بېلا بېلو وختونو کې وړاندې شوي دي. ( غير طبعي مرګونه) چې وروسته يې د هيڅ یوه مړی نه دی پيدا کړی او په دې شان د نورو لویو او وړو پيښو په هکله طبعي لاملونه په لاندې ډول وړاندې شوي چې وروسته بیرته رد شوي دي.
د سمندرونو په تل کې د ژورو زلزلو رامنځ ته کیدل، د هوا دخرابوالی او یا د اور غورځونکو غرونو په ترځ کې الوتکې په هوا کې انفجار کوي، په سمندر کې د لویو خوړونو ( ګردابونو ) او یا بوړبکیو رامنځته کیدل چې د لویو کښتیو او الوتکو د راغورځیدو بانه کیږی او بیا وروسته په اوبو کې ترۍ تمې کېږ ي، د هندروبا ( مقناطيسي ) قوو اغيزه او یا د الکترو مقناطیسي قوو تر برید لاندې راتلل.
پورتني یاد شوي علتونه د منلو وړ نه دي ځکه ، څنګه کیدی شي چې په یوه محدوده ساحه کې دي دومره زیاتې بېړۍ او الوتکې ورکې شي او دومره زیاتې پيښې رامنځ ته شي، یا په ځينو پيښو کې د کښتیو مسافر او کارکونکي ورکيږي او بېړۍ په خپل حال پاته وي !!! .


2 : #اټکل_شوي_غیر_طبيعي_لاملونه:
په دې برخه کې هغه غیرطبعي لاملونه راوړل شوي چې تر یوه بریده د عامو خلکو د باور وړ ګرځي، د تاریخ په اوږدو کې داسې عقیدې او باورونه رامنځ ته شوي دي چې ویل کیږي د ځمکې د کورې پرته په کهکشانونو کې نورې داسې کورې هم شته چې هلته نور مخلوقات ژوند کوي ( چې ساينس پوهان هم په دې عقیده دي ) د برمودا د مثلث لپاره یوه غیر طبیعي دلیل د همدغو مخلوقاتو راکښته کیدل او په ځمکه باندې د څيړنو د تر سره کولو په نیت په دې سیمه کې داسې پيښې منځ ته راځي چې علت يې همدا وګړي دي ویل کيږي چې دا مخلوق څو څو ځلې په ځمکه کې د پلټنو او همداشان د انسانانو په هکله د پوهیدو لپاره ځمکې ته را کښته شوي دي .
د شلمې پېړۍ په پینځمه لسیزه کې د ادګارکایس لخوا چې د خپل وخت یو لوی عالم، وړاندویونکئ او پوه حکیم وو، تر ټولو عجیبه وړاندیز کړی: نوموړی په دې باور وو چې پيړۍ پیړۍ وړاندې هغه وخت چې د لیزر وړاندګې نه وې پېژندل شوې د اطلس په سواحلو کې به د کریستال څخه د زورواکې او انرژي لپاره ګټه اخستل کیده، د کایس په اند ددې انرژي په مرسته یو ډول شیطاني قوه په یاده شوې سیمه کې له مينځه وړل شوې چې وروسته د اطلس په یادې شویو ساحلونو کې په یوه مایل ځای کې تر اوبو لاندې شوي دي اوس چې هم کله په نوموړې سیمه کې سمندري بېړۍ او یا الوتکې تیرېږي د هغوی الکترونیکي پرزې له کار څخه لوېږي او د لمنځه تلو سبب يې کېږي.
م،ک جساپ، چې یو لوی ستور پيژندونکی، د سپوږمې د کرې متخصص، او یو فضایي سفر کونکئ وو په خپل کتاب کې چې د (نورو کرو مخلوقات) په نامه يادېږي هم په دې عقیده وو چې د لویو بېړیو او الوتکو د ورکیدو همداشان د هغوی د کارکونکو او سورلۍ د ورکیدو او یا له منځه وړل د هغه مخلوقاتو کار دی چې ځمکې ته راکښته کېږي، نوموړی په دې هکله په یوه علمي ځېړنه بوخت وو خو ژوند یاري ورسره ونه کړه او خپلې ځېړنې یې نیمګړې پاتې شوې.


#يوه_تر_ټولو_حیرانونکې_پيښه:
د برمودا مثلث له حیرانونکو پيښو څخه یوه هم ( په وخت کې د لسو دقیقو د اختلاف پېښه ده) چې تر اوسه ټول ساینس پوهان ګوته په غاښ ورته پاتې دي او ډېره حیرانونکې پېښه بلل شوې ده.
دا د یوې سورلۍ وړونکې الوتکې پېښه ده، نوموړې الوتکه چې له مرکزي رادار څخه کنټرولیده ناڅاپه د لسو دقیقو لپاره له رادار څخه ورکه شوه ورسته بې له کومې پېښي بیرته راښکاره شوه او رادار په خپل کنټرول کې واخيسته کله چې الوتکه بې له کومې پېښې کښينسته او د مرکزي رادار له خوا یې د ورکیدو خبر تر لاسه کړ ټولو تخنیکي کار کونکي حیران شول ځکه تر کومه بریده چې د الوتکې سورلۍ ته پته وه هيڅ کومه وړه پېښه هم نه وه رامنځته شوې، ولې تر هرڅه جالبه دا وه چې د ټولو سورلیو او کارکونکو ګړۍ (ساعتونه) د عادي وخت په پرتله لس دقيقې وروسته پاتې وو، دا په داسې حال کې وو چې الوتکې له دې پېښې ۲۰ دقيقې وړاندې د رادار وخت پېژندلی وو او په دې منځ کې د وخت کوم اختلاف هم منځ ته نه وو راغلی.
په هغو کیسو او افسانو کې چې له ډیرو پخوا وختونو څخه پاتې دي د برمودا د وحشتناکو پېښو یادونه په کښې شوې ده، له دې څخه څرګنديږي چې دا سیمه له تاريخ نه وړاندې هم د ويرونکې او خطرناکې سیمې په توګه پيږندل شوې وه.


همدا شان د کریستف کلمب او اپولو په وخت کې چې یو د ځمکو او بل د فضأ کشفونکې څخه وو، هم خلکو له دې سیمې څخه ويره درلوده.
#دبرمودا_دمثلث_قربانیان :
هغه بېړۍ او الوتکې چې تر کال ۱۹۷۴ پورې د برمودا مثلث په خيټه کې ترۍ تمې شوې دي، او تر اوسه پورې یې نړۍ په موندلو کې پاتې راغلې په لاندې ډول دي.
#لومړئ : مهمي ورکې شوې الوتکې
1- ۵/۱۲/ ۱۹۴۵: د TBM ډوله پینځه پوځي الوتکې چې د فلوريډا د فورټ لاډرډیل هوايي ډګر څخه د پوځي زدکړو په نيت پورته شوې وې له ټوله ۱۴ کارکوونکو سره ترۍ تمه شوې.
2- ۱۹۴۵/۱۲/۵: په همدې ورځ BPM ډوله الوتکه په دې نيت پورته شوه تر څو د پينځو ورکو شوو الوتکو په هکله معلومات تر لاسه کړي چې وروسته له الوتنې مخابراتي اړيکه يې وشکیده اوله ۱۳ تنو کارکوونکو سره ورکه شوه.
3- ۱۹۴۷: د امریکایي پوځي اډې C-54 ډوله الوتکه له خپلې ټولې سورلۍ سره ورکه شوه.
4- ۱۹۴۸/۱/۲۹: يوه ځلور ماشینه الوتکه وروسته له هغه چې مخابراتي اړیکه یې له مرکز سره وشکیده د برمودا مثلث شمال ختیځ لور ته له ټولو ۱۳ کارکوونکو سره ورکه شوه .
5- ۱۹۴۸/۱/۲۸: د DC-3 ډوله سورلۍ وړونکې الوتکه له ۳۲ تنو سره د برمودا ښکار شوه .
6- ۱۹۴۹/۱/۱۷: يوه بله څلور ماشینه الوتکه چې د لندن څخه د سانیتاګوی شیلي په لور روانه وه وروسته له هغه چې له مرکز سره یې مخابراتي اړيکه وشکیده ترۍ تمه شوه .
7- ۱۹۵۰ مارچ: دګلوب ماسټر په نامه امریکاي الوتکه چې دایرلنډ په لور يې سفر کولو د برمودا د مثلث په شمالي لوري کې ورکه شوه .
8- ۱۹۵۲/۲/۲: يوه انګليسي باروړونکې الوتکه چې د جامایکا په لور روانه وه د مثلث په شمالي لوري کې له ۳۳ تنو سره ورکه شوه .
9- ۳۱ اکتوبر۱۹۵۴ : د سوپرکانسټليشن په نامه يوه پوځي الوتکه له خپلو ۴۰ تنو سورليو سره د مثلث په شمال لويديځ لوري کې ترۍ تمه شوه.
10- ۹ نومبر ۱۹۵۶: په دې نيټه هم یوه P5M ډوله الوتکه له خپلو ۱۰ تنو سورليو سره ورکه شوه .
11- ۸ جنوري ۱۹۶۲: دا ځل هم يوه پوځي الوتکه چې له ويرجينيا څخه يې الوتنه کړې وه په دې انسان خوړونکې سيمه کې ورکه شوه .
12- ۲۸ اکسټ ۱۹۶۳: دوه نوې KC-135 ډوله ځلور ماشينه الوتکې چې د فلوريډا د همیتید هوايي ډګر څخه يې الوتنه کړې وه د برمودا جنوب لويديځ کې د نامعلومې بلا ښکار شوه .
13- ۵ جون ۱۹۶۵: يوه بله C-119 باکسکار ډوله الوتکه له خپلو ۱۰ تنو کارکوونکو سره د برمودا په جنوب ختيځ لوري کې ورکه شوه.
14- ۱۱ جنوري ۱۹۶۷: يوه ښکاري YC-122 ډوله الوتکه چې وروسته په باروړونکې الوتکه بدله شوې وه، له ځلورو تنو سورلیو سره د پالم بیج او ګراند باهاما په مينځ کې د ګلف سټریم په ټاپو سره ورکه شوه .
15- ۲۲ ډسمبر ۱۹۶۳: د C-132 په نامه الوتکه چې د آزوزر په لور يې الوتنه کوله بې له کوم دلیله او تخنيکي ستونزې ترۍ تمه شوه.
#دوهم : مهمي باروړنکې بيړۍ چې ورکي شوې دي.
لاندې د هغو ورکو شويو بيړيو ليست دی چې د برمودا مثلث په خپله بې رحمه خيټه کې خوندي کړې او یا ځينې يې بې له کارکوونکو او سورلیو د ډوبیدو په حال کې پيدا شوې دي.
1- ۱۸۴۰ کال: يوه لویه فرانسوي بيړۍ چې له اروپا څخه د هاوانا په لوري روانه وه، په داسې حال کې پیدا شوه چې ټوله سورلۍ یې ورکې شوې وې خو د بیړۍ دننه ټول لوی او واړه توکي او مالونه بې له لاس وهني څخه په خپل حال پراته وو.
2- ۱۸۸۰ جنوري میاشت: یوه جنګي انګلیسي بيړۍ چې له برمودا څخه د انګلستان په نيت راونه شوه، له خپلو ټولو ۲۹۰ تنو سورلیو سره ګومان کیږي مثلث ته نږدې ورکه شوې وي چې تر اوسه یې کومه نښه نښانه نه ده پيدا شوې.
3- ۱۹۰۲ د اکتوبر میاشت: يوه الماني بیړۍ په ډير ناوړه حال کې پیدا شوه، ویل کيږي دا بیړۍ چې ډيره کړوپه شوې او لنګرونه یې را ځوړند وو يوه ورځ له روانیدو څخه وروسته ددې پيښي ښکار ګرځيدلې وه ځکه د څارندويي ډلې په خونه کې يې د کليزي نيټه د اکتوبر تر ۱۴ پوري اوښتې وه چې دا نيټه ددې ښکارندوینه کوي چې د حرکت په دویمه ورځ له دې پيښي سره مخ شوې ده او ټوله سورلۍ یې ورکه شوې وه .
4- ۱۹۸۸ د مارچ میاشت: د امريکايي ځواکونو يوه بیړۍ چې د یو، ایس، ایس، سیکلوپز په نوم ياديده، او د ۱۹۰۰۰ تنو سورليو په په کچه جوړه شوې وه له خپلو ټولو ۳۰۹ سورلۍ سره چې له باربادوس څخه د نورفولک په لور يې سفر کاوو په داسې حال کې ورکه شوه چې نه هوا خرابه وو او نه کوم پيغام ورڅخه تر لاسه شوی وو ، همدا شان تر اوسه یې کومه نښه نښانه پیدا شوې نه ده.
5- ۱۹۲۵ کال: د ايس، ايس کاټوپاکسي په نوم یاديده هغه وخت ورکه شوه چې له چارلسیټون څخه د هاوانا په لور روانه وه
6- ۱۹۳۲ د اپريل میاشت: دوه بیړۍ په داسې حال کې پیدا شوې چې ټولي سورلۍ یې ورکه شوې وه او داسې نښي نښانې ورڅخه پاتې وې چې ګواکې همدا اوس دې له دې پيښې سره مخ شوې وي.
7- ۱۹۴۰ فبروري: د ګلوریا کلیت په نوم د لويدیځ هند په یوې کمپنۍ پوري مربوط بیړۍ د الاباما په سیمه کې بې له عملې او سورلیو څخه په داسې حال کې پیدا شوه چې ټول توکي، مالونه او سامانونه یې په خپل ځای بې له لاس وهني څخه وو
8- ۲۲ اکتوبر ۱۹۴۴: یوه کوبایي باروړونکې بیړۍ چې د رابیکن په نوم يادیده له یوه سپي پرته نورې ټولې سورلۍ له لاسه ورکړې وې، نوموړې بیړۍ د فلوريډا د ایالت په ګلف سټريم ساحل کې د سمندري ځواکونو په مرسته پیدا شوه.


9- ۱۹۵۰ د جون مياشت: د ایس، ايس سندرا په نوم يوه باروړنکې بيړۍ له خپلو ټولو ۳۰۰ تنو کارګرو سره چې د حشرو د لمنځه وړلو په نیت یې له ساوانای جورجیا څخه د پورتو کابلو په لور سفر کاوو، کله چې له فلوريډا څخه تیره شوه وروسته یې هيڅ درک معلوم نه شو نه یې هم کوم نښه نښانه پاتې وو.
10- ۱۹۵۵ د سيپټامبر: په دې نيټه د کانمارا ۴ په نوم بیړۍ د برمودا په جنوب لویدیځ سیمه کې ډوبه شوه.
11- ۲ فبروري ۱۹۶۳: یوه باروړونکې بیړۍ د مارین سولفورکؤين په نوم چې خورا غټه بیړۍ وه بې له دې چې کوم پیغام یا احوال یې پريږدي په دې انسان خوړونکې ځای کې له ټولو سورليو سره ترۍ تمه شوه سره له دومره لوی والي يې هيځ کومه نښه نښانه پیدا نه شوه.
12- ۱۹۶۳ د جون میاشت: یوه وړه ښکاري بيړۍ له خپلو ټولو ۴۰ ښکاریانو سره چې لوری یې له جامائیکا څخه شمال لويديځ ته وو د برمودا په جنوبي لوري کې ورکه شوه.
13- ۱۹۲۴: یوې جاپاني بیړۍ چې د رایفوکومارو په نوم یادیده د باهاما او کویبا ترمينځ وروسته له هغه ورکه شوه چې د مرستې غوښتنه يې وکړه .
14- ۱۹۳۱: د سټيونجر په نوم یوه باروړنوکې بيړۍ له خپلو ټولو ۴۳ تنو سره ورکه شوه.
15- ۱۹۳۸ د مارچ میاشت: یوې بلې اسټليايي باروړنکې بیړۍ خپل وروستی خبر چې ویل يې ( هر څه ښه دي) له مخابره کولو وروسته له ۳۹ تنو سره ورکه شوه.
16- ۱۹۶۷ ډسمبرمیاشت: یوه وړه سپورټي بیړۍ (رواناک) په داسې حال کې ورکه شوه چې له وچې څخه تر سترګو کیدله.
17- ۱۹۶۷ ډسمبر ۲۴: د ویچ ګرافټ په نامه بیړۍ د یوه ساحل په غاړه په داسې حال کې پیدا شوه چې د بیړۍ ټوله سورلۍ يې ورکه شوې وه.
18- ۱۹۷۰ د اپريل میاشت: د میلتون یا ټريډز په نامه یوه بیړۍ چې له نیواورلئان څخه د کيپ ټاون په لوري يې تګ کاوو ترۍ تمه شوه.
19- ۱۹۳۷ د مارچ میاشت: یوه لویه بیړۍ (۱۰۰۰ ټنه باروړونکې) له ۳۲ تنه کارکوونکو سره د نیوپورټ نیوز او المان ترمنځ په لاره کې ورکه شوه.
ددې خطرناک او له حيرانوونکو پيښو ډک مثلث په هکله تر اوسه ډيری داسې پوښتنې او انديښنې پيدا شوي چې په هکله يې چا ډاډمن ځواب نه دی تر لاسه کړی .
که لوستلی مو وي K په کومنټ کې ولیکئ!

Leave a Comment