روغتیا

د بدن او ذهن د روغتیا لپاره (۶) مهم رازونه

BackgroundEraser 20221007 082755665
Avatar photo
Written by Zwak News

دا ډېره مهمه ده چې د خپلې روغتيا لپاره ځير شو، څه چې زموږ د روغتيايي مشکلاتو سبب کيږي ځان ترې وساتو، بايد ومنئ چې جسمي روغتيا په رواني روغتيا مستقيم تاثير لري، که شپه ورځ د موبايل او کمپيوټر سکرين ته ناست ياست لرې نه ده چې د سترګو ديد مو پس له څو کلونو کمزوری شي، اړينه ده چې خپله روغتيا سالمه و ساتئ.

په کال کې يو ځل د ځان د معاينې لپاره ډاکټر ته ورشئ، د خپلو غاښونو ساتنه وکړئ او که مو غاښونه خراب شوي وي په بيړه يې تداوي کړئ. (خپلې روغتيا ته پام وکړئ!)

۲ ـ ټول الکترونيکي وسايل (سمارټ فون او لپټاپ) په اونۍ کې دوه درې ځله د يو څو ساعتو لپاره لرې کړئ او ټول بند کړئ، که زيات وخت کيږي چې هېڅ وخت مو الکترونيکي وسايل نه دي بند کړي نو په خاموشولو به يې ښه احساس وکړئ.

اجازه ورکړئ چې ذهن مو د يو څه وخت لپاره د الکترونکي وسايلو له غلامۍ آزاد شي. په دغسې وخت کې کتاب ولولئ، پلی مزل وکړئ، له خلکو سره خبرې وکړئ، يا هم يوازيتوب غوره کړئ.

کوشش وکړئ دا کار په اونۍ کې څو ځله خامخا تر سره کړئ.

۳ ـ ددې لپاره چې له ژوند ستړي نه شئ، هره مياشت يوه نوي رستورانت ته، مېله ځای يا پارک ته تلل، مو احساس ښه کولی شي.

څوک نشته چې ورسره چکر ته لاړ شئ؟ نو د نړۍ کوم قانون وايي چې تنها نشئ تللی؟ د خپلې خوښې وړ هوټل ته لاړشئ، سينما ته لاړ شئ او یا هم سفر وکړئ.

کولی شئ په يوازيتوب سفر وکړئ او له دغسې سفر هم زده کړه وکړئ او هم خوند ترې واخلئ او هم مو په نفس باور پياوړی کړئ.

۴ ـ د دې لپاره چې په خپلو چارو کې بريالي و اوسېږئ کافي خوب اړين دی. که مو مغز آرام نه وي د کار پايله به مو هم ډېره عالي نه وي په ستړي مغز خلاقيت نشئ پنځولی. د ښه خوب لپاره لاندې کړنې تر سره کړئ.

په شپه ورځ کې باید ۸ ساعته آرام خوب وکړئ، که يوه اونئ منظم خوب وکړئ، نو ډیر ژر به یې ګټه محسوس کړئ.

هره ورځ په ټاکلي وخت ويده شئ، د خوب کوټه مو بايد تياره وي، ښه بستره د ځان لپاره تياره کړئ، که د فکر کولو عادت يا اړتيا لرئ کوشش وکړئ تر ۲۰ د قيقو زيات چورت ونه وهئ.

که خوب نه درځي او له بې خوبۍ ځوريږئ له ډاکټر سره مشوره وکړئ ممکن له کوم روغتيايي مشکل سره لاس و ګريوان شوي ياست.

۵ ـ بې وازدې غوښه، د چرګ غوښه، حبوبات او لبنيات زيات پروتين لري، دغه خواړه د دوپامين او نوراپينفرين هورمونونه چې زياته انرژي لري آزادوي او د ذهني تمرکز ځواک پياوړی کوي.

اړينه ده چې هره ورځ د خوړو په انتخاب فکر وکړئ، هغه خواړه وخورئ چې ستاسې د بدن او ذهن په سلامتیا کې مهم رول لري.

۶ ـ د ۱۵ دقيقو لپاره د خپل موبايل الارم ( د خبرولو زنګ) عيار کړی، د خپلې کوټې يوه برخه منظمه کړئ، هرڅه پر خپل ځای کېږدئ او څه چې اضافي دي له کوټې يې وباسئ، په کوټه کې د بير و بار مخه ونيسئ.

دا کار په اونۍ کې يو ځل خامخا وکړئ ، په ژوند په تېره بيا کوټه کې نظم راوستل ستاسې د خوشالي لامل کيږي او منظمه کوټه د منظم احساس ښکارندوی کوي. (منظم اوسېږئ!)

خاص د الله ج د رضا په خاطر یې شیر کړئ

Leave a Comment