نړیوال خبرونه

د بایډن سختې نا هیلې څرګندونې

FB IMG 1658062270044
Avatar photo
Written by Zwak News

د بایډن ناهیلي؛
عرب مشران تر وروستي حده پر امریکا بې باوره شوي دي

د امریکا متحد هېوادونه پر دوی بې باوره شوي دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې عربي هېوادونو او منځني ختیځ ته د بايډن پر سفر یوه مقاله خپره کړې ده او په هغه کې وایي چې بایډن د سیمې له سفر له کومې سترې لاس ته راوړنې پرته امریکا ته راګرځېدلی دی.

دغه ورځپاڼه وايي په وروستیو کلونو کې د بایډن او ټرمپ سیاستونو نړیوال پر امریکا بې باوره کړي دي او نږدې ملګري هېوادونه یې هم له دغه هېواد سره د همکارۍ زړه نه ښه کوي.

ورځپاڼه وایي د منځني ختیځ حاکمان داسې فکر کوي چې امریکا بې وفا ده او پر دوی تکیه کول ستره تېروتنه ده.

نیویارک ټایمز وایي سره له دې چې امریکا غوښتل منځنځي ختیځ ته په خپل سفر روسیې، چین او ایران ته خپل قوت وښيي، خو داسې ښکاري چې په دې چاره کې ناکامه شوې ده او په سیمه کې پخوانی محبوبیت نه لري.

Leave a Comment