خبرونه

د ا.ا څخه باوري سرچینې؛ ډیر ژر به د روان وضعیت په اړۀ لویه غونډۀ جوړۀ شي

FB IMG 1652073774912 2
Avatar photo
Written by Zwak News

د ا.ا څخه باوري سرچینې؛ ډیر ژر به د روان وضعیت په اړۀ لویه غونډۀ جوړۀ شي.

د افغانستان د ا.ا مطبوعاتي دفتر مسؤلینو په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي، چې ټاکل شوې ده ژر تر ژرۀ د افغانستان د روان سیاسي او اقتصادي فرهنګي او امنیتي وضعیت د څرنګوالي په اړۀ ډیر ژر لویه غونډۀ دایره شي.

د ا.ا د مطبوعاتي دفتر ځینو لوړ پوړو مسؤلینو د نوم نه ښودولو په شرط ویلي ، چې په د غونډۀ کې به د افغانستان پر شته ستونزو او حل لارو حبرې اترې وشي، او په خبرۀ يي چې په یادۀ غونډۀ کې به د هیواد له هرې برخې او هر ولایت څخه مشهور اشخاص ګډون کوي.

بل لوري ته د یاد دفتر ځینې مسؤلین وايي، چې د یادې غونډې دقیقه او کرۀ نېټه نده معلومه شوې، خو په وینا یي چې ټاکل شوې ده، تر څو ژر تر ژرۀ جوړۀ او وشي.

د یادلو وړ ده، چې له دې وړاندې په خواله رسنیو کې د لویي جرګې د جوړیدۀ په اړۀ راپورونه ورکړل شوي وو، چې وروسته بیا مرکزي حکومت رد او منسوح اعلان کړل.

Leave a Comment