د ا.ا.ا امریکا ته؛ که مو کړي پرېکړۀ لغوۀ نکړه، موږ به سخته او بدیله لار غوره کړو
وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر بايډن تیره اونۍ د افغانستان کنګل شوي شتمني آزاده اعلان کړه، د بايډن داغه پرېکړۀ په ډیر کم وخت کې د زیاتو
غبرګونونو سره مخ شوۀ، او د شنونکو په باور بايډن په ښکارۀ توګه د افغانستان له ټول ملت څخه ښکاره غلا وکړه.
په ورته مهال، د افغان حکومت ا.ا په یوه تازه خبرداري کې، د امریکا ولسمشر جوبایډن ته په اشارې ویلي دي، که امریکا خپله کړې پرېکړه لغوه اعلان نکړي،
دوی به د امریکا سره په کړوو ژمنو عمل ونکړي، او په وینا یي چې په خپله تګلارۀ به بیرته کتنه وکړي.
د افغان حکومت لوړپوړو چارواکو په باور، هیڅ نړیوال او ګاونډۍ هیواد ددې حق نلري، تر څو د افغانانو حپله شتمني وویشي.
سرچینه وایي، امریکا دې ژر تر ژره له خپلې پرېکړې په شاه شي
او په خبره یي که چیرته یادۀ پرېکړه لغوه اعلان نشي، د افغان حکومت له سخت جدي برخورد سره به مخ شي.