د اوکراین کړکیچ؛ عمران خان بغیر د لیدنې هیواد ته ستون او د روسیې سفر يي پای ته ورسوۀ.
د پاکستان لومړۍ وزیر عمران خان، چې دوه ورځې وړاندې روسیې ته خپل سفر پیل کړی وو، نن ورځ پر اوکراین د روسیې له بر ید وروسته خپل سفر پای ته ورسوۀ.
د معلوماتو له مخې د عمران خان یاد سفر میاشت مخکې پلان او ترتیب شوی وو، او تمه کیدله چې د روسیې له ولسمشر پوتین سره وویني، خو ناهیلۍ هیواد ته ستون شو.
دا په تیرو دوه لسیزو کې روسیې ته د پاکستان د یوه صدراعظم لومړۍ سفر وو،
چې باغیر د کومې لاسته رواړنې پای ته ورسید، تراوسه پاکستانيو لوړ پوړو چارواکو په د اړه څه نه دي ویلي.
د پلان له مخې په پام کې وه، چې لومړۍ وزیر عمران خان به د چهارشنبې په ورځ روسیې ته تر رسیدو وروسته
له پوتین سره وویني خو تراوسه په د اړه پاکستانیو چارواکو معلومات ندي ورکړي.
د یادولو وړ ده، چې په د وروستیو کې پاکستان او روسیې یو له بل سره خپلې اړیکې ژورې کړي دي، او همدا شان یادو دواړو هیوادونو په خپلو کې پوځي تمرینات هم ترسره کړي دي،
چې یادې چارې نړیوال شنونکي سخت حیران کړي دي.