د اوکراین پر سر د روسیې او غرب ترمنځ ناندرۍ اوج ته رسېدلې دي. د تازه راپورونو پر بنسټ برېټانیا ویلي چې د روسیې د غوښتنې پر خلاف شرقي اروپا ته ځواکونه لېږي او د خپلو ملګرو په دفاع لاس پورې کوي.
د برېټانیا لومړي وزیر بوریس جانسون ویلي، دوی د خپلو ملګرو هېوادونو دفاع ته ژمن دي او په خپله به شرقي اروپا ته ځي او هر څه به له نږدې څاري. جانسون همدا راز وایي چې دا به روسیې ته یو مهم خبرداری هم وي.
بلخوا ټاکل شوې چې نږدې ورځو کې د روسیې او برېټانیا د دفاع او بهرنیو چارو وزیران هم سره وګوري او جانسون به هم له پوتین سره د اوکراین په اړه تلیفوني مکالمه ولري.