د سک:س پوهنې او پر ژوند مینو مینه والو یو وار بیا مو د تیرو بحثونو په دوام سره نوي بحث ته رابولو، يو دوست پوښتنه کړې وه چې نن سبا په انټرنيټ او ټلویزيون کې د ډيرو داسې درملو اعلانونه راځي چې د کوروالي پر مهال نارینه پیاوړی کوي او يا ژر نه خلاصيږي آيا دا درمل کارول ګټې لري که زیان؟
ددې لپاره چې د خبرو لمن اوږده نشي راځم د دوست پوښتنې ته! محترم دوست ته باید ووایم چې یاد درمل په سلو کې سل مضمن او بدن ته ډير تاوانونه کوي خو دا چې کوم تاوانونه نو لیکنه تر پایه ولولئ:
ډيری نارینه له جسني ستونزو رنځ وړي چې مهمې هغه يي ژر خلاصيدل دي او دوی ددې چار د مخنيوي لپاره له هغو درملو چې انزال ځنډوي استفاده کوي، دوی ددې پر ځای چې له طبیعي لارو چارو کار واخلی درملو ته مخه کوي. هيڅ انسان به نه وي چې جنسي ستونزه ونلري خو د ټولنيز شرم له امله ډير خلک يورولوجيست او يا سکسټراپيسټ ته نه ورځي او په خپله خوښه ددې ستونزې د حل لارو په لټه کې کيږي خو دوی پوی نه دي چې د ژرانزالیدو د مخنيوي لارې چارې له دوی سره هم شته او ډاکټران هم ورته لارښونه کوي.
بله مهمه خبره داده چې په کور کې د ډيرو ستونزو، طلاق او يا بل واده کول لاملونه، د میرمنو د پټ بې لاري توب لاملونه هم سم کوروالی نکول نه دي، هغه نارینه چې د کوروالي پر مهال ميرمن نشي خلاصولی دوی په اصل کې نارینه نه بلکه ناروغان دي. هغه ميرمنې چې د کوروالي پر مهال لکه نارینه خوند نشي اخیستلی دوی د ژوند له ډيرو خوندونو محرومې دي.
د ژر انزالیدو د مخنيوي درمل او ډولونه يي:
۱ـ تادافيل(سياليس)
۲ـ سیلدنافيل(ویاګرا)
۳ـ واردنافيل( لويترا)
دا هغه درمل دي چې په نن سبا يي ډير له نوم سره آشنا دي دا درمل د وينې نيټريک اسيد ډيروي، نټریک اسید له طبي پلوه رګونه آزادوي او د وينې جریان تیزوي، په اصل کې ددې درملو کمال دادی چې غيڼ ته وينه ژر ژر رسيږي او باید پوی شئ چې د غيڼ د شخيدا لامل وینه ده او چې کله هم غيڼ ته وينه ونه رسيږي يا کمه ورسيږي نو يا سم نه پورته کيږي او يا نارینه پرته له دې چې خلاص شي غيڼ يي مړاوی کيږي.
ددې درملو د کارونې زیانونه:
سر دردي:
هغه کسان چې دا درمل کاروي تل سر درد وي. کله چې په وينه کې په ناڅاپي بڼه نټريک اسيد ډيريږي نو د سردردۍ لامل کيږي. که ځينې فکر کوي چې د وياګرا پر ځای به بل ډول درمل وکاروي دا ستونزه به يي حل شي دوی په غلطه دي او د پارونې هر ډول درمل دا زیانونه لري.
ځان درد:
ځينې کسان چې کله دا درمل کاروي بدن يي خصوصا ورونه او د بدن حساسې برخې يي درد کوي، د ملا درد هم ورسره وي.
د اوریدو ستونزه:
د ژر انزالیدو مخنیوی کونکي درمل شونې ده په اوږدمهال کې تاسو د اوریدو په برخه کې هم له ستونزو سره مخ کړي، دا هم شونې ده چې اشتها مو خرابه شي او کله کله اسهال هم شئ. روغتیاپالان وايي چې د درملو تر مصرف وروسته د درملنې يوازنۍ لار داده چې په دې درملو معتاد کس خپل خوراکي رژيم بدل کړي، د کافین او جوسو پر ځای خالصې اوبو وڅښي او نورې يي ونخوري.
ګنګسيت:
د نټريک اسید ډيروالی ځينې کسان له ګنګسيت سره مخ کوي،که څه هم تر کوروالي يا س:کس وروسته شونې ده ځینو ته ګنګسيت عادي په نظر ورشي خو تدريجي مو ورځني کارونه هم تر اغیز لاندې راولي کله کله شونې ده دومره ګنګس شئ چې ولويږئ.. که چيرته د درملو تر کارونې وروسته په دې ستونزه اخته شوئ دا وضعيت خطرناک دی او باید ژر ډاکټر ته ورشئ.
د سترګو ديد کمزوری کوي:
هغه کسان چې د ژر انزالیدو د مخنيوي درمل کاروي د سترګو دید يي هم کميږي په دې باید پوی شئ چې سترګې او دید د خدای هغه ستر نعمت دی چې هيڅ ساری نلري او نن سبا دسترګو د درملنې په برخه کې ډير خدمات که څه هم ګټور دي خو هيڅکله ستاسو سترګې تر زیان لیدلو وروسته خپل پخواني حالت ته نشي راګرځيدای.
سوروالی:
ددې درملو کارول مو پوستکی سور کوي، پر بدن مو د ځواني دانو په شان دانې را پورته کيږي او تدريجي خارښت هم کوي.
ددې لپاره چې له برنیو زیانونو مو ځان ساتلی وي، پيسې او صحت مو له لاسه نه وي ورکړی ښه به وي چې د ژر انزالیدو د مخنيوي لپاره خپله لاس په کار شئ.
کومې لارې چارې شته؟
۱ـ له سک;س مخکې له ميرمنې سره مینه کول.
۲ـ آزادې جامې اغوستل او د استنجا پر مهال د خوټو ښه موښل. پوهيږئ د اسلام مبارک دين له ډيرو داسې رازونو ډک دی چې طبابت نن کشف کړي دي خو په اسلام کې ۱۴۰۰ کاله پخوا وو. استنجا او په يخو اوبو د کو:نې او خوټو وينځل په اصل کې د نارینه آلت تناسلي ته ورزش ورکول دي. هغه کسان چې منظمه استنجا وهي نه يوازې بدن يي پاک وي بلکه دوی له جنسي پلوه هم ډير پياوړي وي.
۳ـ د سکس پرمهال تلوار نکول: کله مو چې سک:س پيل کړ تلوار مه کوئ خلاصيدو ته له نيږدې کیدو سره سم ژر سکس دروئ څو شيبې ساه آخلۍ، اوږده نفسونه باسئ او بیا يي پيلوئ.
۴ـ منظم سک:س: ځينې په اونۍ کې يو ځل سک:س کوي او بیا يي زړه وي چې تر میرمنې وروسته خلاص شي، که غواړئ ژر خلاص نشئ په اونۍ کې درې ځلې سک:س حتمي وکړئ او دا نظم له منځه مه وړئ. هغه کسان چې په اونۍ يا لسو ورځو کې یو ځل س:کس کوي دوی په يوه شيبه کې خلاصيږي.
۵ـ د کوروالي د پوزیشنونو تغير: ښځه کوزه او نارينه پرې له پاسه ، په داسې حالت کې نارینه تر ښځې ځکه ژر خلاصيږي چې د نارینه عضلات خصوصا کوناټي شخ پاتې کيږي او د کوناټيو شخوالی د ژر خلاصيدو لامل کيږی که داسې سک:س خوند درکوي د کوروالي پر مهال چې خلاصيدو ته نيږدې کيدئ کوروالی دروئ او کوناټي سست نيسئ.
۶ـ ښه پوزيشن کوم دی؟ هغه نارینه چې ژر خلاصيږي دوی ته تر ټولو ښه پوزيشن دادی چې ميرمن پرې له پاسه وي او دی کوز وي په داسې وضعيت کې د نارینه بدن شخ نه وي او کولای شي ميرمنې ته وايي چې حالات کابو کړي.
۷ـ کنډوم: کنډوم نه یوازې د حامله توب دمخنيوي لپاره موثر دی بلکه هغو نارینه وو چې ژر خلاصيږي پنځوس سلنه ورسره مرسته کوي چې ژر خلاص نشي، په بازار کې ډول ډول کنډومونه پيدا کيږي که مو اقتصادي وضعيت ښه وي ميوي او د الوويرا د بوټي کنډومونه نه یوازې له تاسو سره د کوروالي د مودې په اوږديدا کې مرسته کوي بلکه میرمنې ته هم خوند ورکوي ځکه دا کنډومونه په ځانګړو موادو ککړ دي چې میرمن ژر پاروي او ژر خلاصيږي.
همدارنګه رواني فشار له منځه وړل، د غذايي رژيم تغیر، د مرچو کارول، د خرما ډير خوړل او ورزش هم له نارینه سره مرسته کوي چې د برنیو کارونو د کولو په صورت کې ښه کوروالی وکړي اوژر خلاص نشي.