امریکا یو ځل بیا له روسیې غوښتي چې خپل ځواکونه د اوکراین له پولو په شا کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له خپل روسي سیال سره تلیفوني خبرې کړې دي خو داسې ښکاري چې کومه پایله یې نه ده لرلې.
بلینکن له لاوروف غوښتي چې خپل ځواکونه د اوکراین له پولو په شا کړي او له دغه هېواد سره کشمکش ته د پای ټکی کېږدي.
لاوروف بیا وایي دوی خپلې امنیتي اندېښنې لري چې ناټو او امریکا تر دې دمه ځواب نه دی ورکړی.
رسنۍ بیا وایي چې روسیې د اوکراین له پولې سره تحرکات نور هم ډېر کړي دي.