خبرونه

د (امریکا کیس) ګټلو لپاره، پر طا لب مشر د یوې جینۍ تورونه، او د یادې جینۍ عاجلنه بښنه

20211114 184231
Avatar photo
Written by Zwak News

څو ورځې وړاندې په ټولنیزو رسنیو یوه ویډیو خپره شوه چې په کې یوې میرمنې د کابل ولایت د ۱۱ مې حوزې په آمر تور پورې کړی و چې ګواکې له ما سره یې د زنا غوښتنه وکړه او هم یې ووهلم؛ دې ویډیو ته بېلابېل غبرګونونه راپورته شول. د یادې حوزې آمر ویلي وه چې« چې

له شرعیاتو فارغ دی، د خلکو عزت ساتلو لپاره ناست دی نو د بل چا عزت به څنګه ولوټي؟ او علني محاکمې ته حاضر دی». نن بیا یوه ویډیو خپره شوه چې په کې د اروز په نوم میرمنه خپلو خبرو کې

وایي« په خپل کار ډېره پښېمانه یم، د زړه له تله بخښنه غواړم. وايي، خاوند مې وهلې ووم، ملګرې مې راته ویل چې ویډیو به درڅخه وکړم او خارج لپاره به درله کیس جوړ کړم خو په وینا یې، هدف یې امارت

بدنامي نه، بلکې خارج ته تګ و. هغه زیاتوي، نظارت کې ورسره هیچا بده رویه نه ده کړې او داسې احساس یې کاوه لکه خپل کور کې چې وي او په وینا یې، پخپل کار ډېره پښېمانه ده». اوس د ټولنیزو رسنیو کاروونکي وایي چې دواړه میرمنې هم د څېرې او هم د غږ له مخې سره توپیر لري.

Leave a Comment