خبرونه

د امریکا په پوځ کې د جنسي زورونې پېښې ډیرې شوې دي

Soldiers graduate from the Basic Leaders Course cl
Avatar photo
Written by Zwak News

امریکا د دفاع وزارت په یو راپور کې ویلي چې ددې هیواد په پوځ کې د جن’سي تاوتریخوالي پیښې ۱۳ سلنه

ډیرې شوي دي. په راپور کې راغلي چې د جن’سي تاوتریخوالي پېښې د ریکارډ په کچه ډیرې شوي دي. د پنټاګون د جن’سي تاوتریخوالي د مخنیوي او ځواب ویلو ادارې په راپور کې ویل شوي چې تېر کال په پوځ کې د جن’سي تاوتریخوالي

۸۸۶۶ پېښې راپور شوې وې او داسې پېښې وې چې یا کوم سرتیري جن’سي تاوتریخوالی کړی و او یا پرې شوی و. سره له دې چې په پوځ کې د جن’سي تاوتریخوالي ډیرې لږې پېښې چارواکو ته راپور کیږي خو د پنټاګون د جن’سي تاوتریخوالي د مخنیوي

او ځواب ویلو ادارې د سرتېرو د سروې ګانو له مخې اټکل کړی چې تېر کال په ټول پوځ کې نږدې ۳۶ زرو سرتېرو چې نارینه او ښځینه دواړه پکې دي، جن’سي تاوتریخوالی تجربه کړی دی

Leave a Comment